![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/3/3d/%25D0%25A7%25D0%2595%25D0%25A0%25D0%259D%25D0%259E%25D0%259C%25D0%25AB%25D0%25A0%25D0%2594%25D0%2598%25D0%259D_%25D0%2592%25D0%25B8%25D0%25BA%25D1%2582%25D0%25BE%25D1%2580_%25D0%25A1%25D1%2582%25D0%25B5%25D0%25BF%25D0%25B0%25D0%25BD%25D0%25BE%25D0%25B2%25D0%25B8%25D1%2587.jpg/640px-%25D0%25A7%25D0%2595%25D0%25A0%25D0%259D%25D0%259E%25D0%259C%25D0%25AB%25D0%25A0%25D0%2594%25D0%2598%25D0%259D_%25D0%2592%25D0%25B8%25D0%25BA%25D1%2582%25D0%25BE%25D1%2580_%25D0%25A1%25D1%2582%25D0%25B5%25D0%25BF%25D0%25B0%25D0%25BD%25D0%25BE%25D0%25B2%25D0%25B8%25D1%2587.jpg&w=640&q=50)
ویکتور چرنومایردین
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویکتور سټیپانویچ چرنومایردین (د ۱۹۳۸ز کال د اپرېل ۹مه –۲۰۱۰ز مال د نومبر ۳مه) یو روسي سیاستوال، سوداګر، د ګازپروم انرژي شرکت لومړنی رئیس او د روسیې دویم ترټولو اوږد خدمت کوونکی لومړی وزیر (۱۹۹۲ز کال-۱۹۹۸ز کال) و. هغه په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې د روسیې په سیاست کې کلیدي شخصیت او له مرکزي پلان شوي اقتصاد نه د بازار اقتصاد ته د لېږد په بهیر کې یو له مخکښو ګډون کوونکو نه و. نوموړی له ۲۰۰۱ز کال نه تر ۲۰۰۹ز کال پورې په اوکراین کې د روسیې سفیراو وروسته د ولسمشر سلاکار وټاکل شو.[8]
ویکتور چرنومایردین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۹ اپرېل ۱۹۳۸[1][2][3][4] |
مړینه | 3 نومبر 2010 (72 کاله)[1][5][2][3][4] ![]() مسکو [6] ![]() |
تابعیت | ![]() |
ګوند | د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۶۱–۱۹۹۱)
خپلواک کاندید (۱۹۹۱–۱۹۹۵)
متحده روسيه (۲۰۰۱–۲۰۱۰) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال [7]، ډیپلوماټ ، سوداگر ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | روسي ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() |
سمول ![]() |
چرنومایردین په روسیه او روسي ژبو هېوادونو کې د خپلې ژبې د طرز له امله چې ډېرې ګډې وډې او د محتوا له پلوه غلطې خبرې یې کولې، پېژندل شوی و. د هغه ډیری ویناوې په روسي ژبه کې په لڼډیزونو او تکیه کلامونو بدلې شوې وې. چرنومایردین له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته د ۲۰۱۰ز کال د نومبر په ۳مه مړ شو. هغه د نومبر په ۵مه د نوودوویچي په هدیره کې د خپلې میرمنې تر څنګ ښخ او د جنازې مراسم یې د روسیې له فدرالي تلویزیوني چینلونو نه په ژوندۍ بڼه خپرېدل.[9][10][11]