وینفریډ هورنلي
From Wikipedia, the free encyclopedia
اګنس وینفریډ هورنلي چې کورنی نوم یې ټوکر دی (زوکړه: د ۱۸۸۵ زکال د ډسمبر ۶ مه – مړینه: د ۱۹۶۰ زکال د مارچ ۱۷ مه) سویلي افریقا ته اړونده انټروپولوژیسټه (انسان پوهه) وه چې په پراخه کچه «د سویلي افریقا د ټولنیزې انسان پوهنې د مور» په توګه پېژندل کېږي. د علمي چارو سربېره نوموړې د خپلو ټولنیزو فعالیتونو او د سپین پوستو د واکمنۍ اړوند د اپاراتاید پر وړاندې د کلک مخالفت له امله پېژندل کېږي. نوموړې چې د کپ په مستعمره کې وزېږېده د ماشومتوب پر مهال یې له خپلې کورنۍ سره ژوهانسبورګ ته کډه وکړه او خپلې منځنۍ زده کړې یې هلته پای ته ورسولې. د سویلي افریقا له کالج څخه یې په ۱۹۰۶ زکال کې د لیسانس له سند ترلاسه کولو وروسته له هېواده بهر په نیونهام کالج، کمبریج، لایپزیګ پوهنتون، د بن په پوهنتون او سوربن کې زده کړې وکړې. په ۱۹۱۲ زکال کې سویلي افریقا ته راوګرځېده او په ۱۹۱۴ زکال کې یې د واده تر مهاله د خوئه هو وګړو اړوند د انسان پوهنې په برخه کې څېړنې وکړې. [3][4]
وینفریډ هورنلي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۶ ډيسمبر ۱۸۸۵[1][2] |
مړینه | 17 مارچ 1960 (75 کاله)[1][2] ژوهانسبورگ |
تابعیت | سوېلي افريقا |
عملي ژوند | |
استاذہ | ويلهم ونډت ، اميل دورخيم |
کار/مسلک | ساينسپوه |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ، جرمني ژبه ، افريکانس ژبه |
د کړنې څانګه | ټولنيزه انسان پېژندنه ، وګړنيز حقوق |
سمول |
هورنلي له ۱۹۱۴ زکال څخه تر ۱۹۲۰ زکال پورې په بوسټون کې له خپل مېړه سره له ژوند کولو وروسته بیاځلي سویلي افریقا ته ولاړه څو خپلې څېړنې بیا پیل کړي. هغې له الفرد راډکلیف – براون سره په ګډه د یوې علمي څانګې په توګه د ټولنیزې انسان پوهنې د رامنځته کولو اړوند هڅې وکړې. په ۱۹۲۶ زکال کې یې علمي ژوند ته په مخه کولو سره د خپلو زده کوونکو د زده کړو د اسانتیا په موخه یو کتابتون او د قوم پوهنې په برخه کې موزیم جوړ کړ. نوموړې د تدریس د خلاقانه نظریاتو په معرفي کولو سره خپل زده کوونکي وهڅول څو ټولنیز بدلونونه او همدارنګه په ټولنه کې د ښځو ونډه وارزوي. په ۱۹۳۷ زکال کې له تدریس څخه له تقاعد وروسته نوموړې خپل ژوند په ټولنیزو اصلاحاتو باندې په تمرکز کولو تېر کړ. د هورنلي د انسان پوهنې اړوند څېړنو او تدریس د هغې له لرلید سره مرسته وکړه او هغه یې د اپاراتاید له جلاغوښتونکو سیاستونو سره په مخالفې فعالې واړوله. په هغو راپورونو کې چې دولت ته یې وړاندې کول، استدلال یې کاوه چې د سویلي افریقا لویې ټولنې ته اړوند کلتورونه ذاتي ارزښت لري او هېڅ نژاد یو پر بل برتري نه لري. نوموړې د یو لړ اساسي اصولو له خوندیتوب لکه نژاد او رنګ ته له پام پرته د برابرو فرصتونو د برابرولو، د وجداني ازادۍ څخه د ملاتړ او د ټولو افریقايي وګړو لپاره د قانون له حاکمیت څخه ملاتړ کاوه.
هورنلي د خپل ژوند په اوږدو کې د خپلو علمي چارو او ټولنیزو اصلاحي پروګرامونو له امله ګڼ شمېر جایزې او ویاړونه ترلاسه کړل. نوموړې په ۱۹۴۵ زکال کې د حقوقو افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه چې د هغې د مسلکي ژوند دواړې څانګې (ټولنپوهنه او انسان پوهنه) یې په رسمیت پېژندلې. نوموړې په خپله دوره کې د ګڼ شمېر مخکښو سویلي افریقايي انسان پوهانو د روزنې او په سویلي افریقا کې د ټولنیزې انسان پوهنې د څانګې د پراختیا له امله شهرت لري.