ویلیام هرشل
From Wikipedia, the free encyclopedia
فریدریک ویلیام هرشل (په جرمني ژبه : فریدریش ویلهلم هرشل؛ زوکړه: د ۱۷۳۸ زکال د نومبر ۱۵ مه – مړینه: د ۱۸۲۲ زکال د اګست ۲۵ مه) جرمني الاصله بریتانوی ستور پوه او کمپوز جوړونکی و. هغه تر ډېره پورې له خپلې کوچنې خور، ستور پوهې کارولین هرشل (زوکړه:۱۷۵۰ زکال – مړینه: ۱۸۴۸ زکال) سره همکاري لرله. ویلیام هرشل د هانوفر په انتخابګر مېشته سیمه کې وزېږېد؛ نوموړی وړاندې له هغه چې د ۱۹ کلنۍ په عمر په ۱۷۵۷ زکال کې لویې بریتانیا ته کډوال شي له خپل پلار وروسته د هانوفر د پوځ په ارکستر کې شامل شو. [1][2][3][4]
ویلیام هرشل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
استوګنځای | |
تابعیت | |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
نامتو زده کونکي | Caroline Herschel |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | ستورپوهنه ، د نور فزیک |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | |
لاسليک | |
سمول |
هرشل خپل لومړنی لوی تلسکوپ په ۱۷۷۴ زکال کې جوړ کړ او له هغو وروسته یې ۹ کاله د آسمان په مشاهده تېر کړل څو د جوړه یي ستورو اړوند څېړنه وکړي. هرشل په ۱۸۰۲ زکال کې د سحابي (د ستورو ترمنځ د ګازاتو او پلازما څخه د جوړ ګرد) کتلوګ خپور کړ چې ۲۵۰۰ نمونو په کې شتون درلود؛ ورپسې یې په ۱۸۲۰ زکال کې د ۵۰۰۰ نمونو لرونکی بل کتلوګ خپور کړ. د هرشل د تلسکوپ د تفکیک وړتیا وښووله چې د مسیه د اجرامو په کتلوګ کې هغه اجرام چې سحابي ورته ویل کېږي په واقعیت کې د ستورو اړوندې کوچنې ټوټې دي. د ۱۷۸۱ زکال د مارچ په ۱۳ مه هغه مهال چې نوموړي د آسمان مشاهده کوله د جوزا په فلکي جوړښت کې یې نوي جسم ته پام شو. له نورو ستور پوهانو سره له اونیو بحثونو او د هغوی د هوکړې له لاسته راوړو وروسته یې څرګنده کړه چې دا نوې سیاره ده چې بیا بالاخره ورباندې د اورانوس نوم کېښودل شو. دا لومړنۍ سیاره وه چې له لرغونې زمانې وروسته کشف شوه او په دې سره هرشل په یوه شپه کې شهرت ته ورسېد. د دغه کشف په پایله کې دریم جورج نوموړی د دربار نجومي وټاکه. هغه د سلطنتي ټولنې غړی وټاکل شو او د نوي تلسکوپ جوړولو په موخه ورسره مالي مرستې وشوې.
هرشل د نجومي طیف سنجۍ څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې مخکښ و؛ هغه د تودوخې سنجونکو وسایلو او منشورنو (بلورونو) څخه په ګټڼې کولای شول د ستورو د امواجو د طیف اوږدوالی وسنجوي. د دغو څېړنو پر مهال هر شل ماورا بنفش وړانګه کشف کړه. د نوموړي په نورو چارو کې د مریخ د دوران د مهال کره توضیح، دا چې د مریخ قطبي سرونه په فصل کې تغیر مومي، د تیتانیا او اوبرون (د اورانوس سپوږمۍ دي) او همدارنګه د انسلادوس او میماس (د زهل سپوږمۍ) کشفول شاملېږي. هرشل په ۱۸۱۶ زکال کې د سلطنتي ولفي بنسټ د شوالیه (مخکښ) ځایګی خپل کړ. نوموړی په ۱۸۲۰ زکال کې د ستورپوهنې د سلطنتي ټولنې له تاسیس وروسته د هغو لومړی مشر وټاکل شو. هرشل د ۱۸۲۲ زکال په اګست میاشت کې ومړ او چارو ته یې د هغه یوازني زوی جان هرشل دوام ورکړ. [5][6]