ویلارډ ون اورمن کواین
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویلارډ ون اورمن کواین، چې ملګرو ته یې د «ون» په نامه ور پېژندل شوی و، د (۱۹۰۸ز) کال د جون په ۲۵مه زېږېدلی او د (۲۰۰۰ز) کال د دسمبر په ۲۵مه یې له نړۍ سترګې پټې کړې دي. ون امریکایي فیلسوف او منطقپوه و او د شلمې پېړۍ د دودیزې ارزونې په فیلسوفانو کې یوه خورا اغېزمنه څېره وه. له (۱۹۳۰ز) کال نه تر مړینې، یعنې اویا کاله یې په هاروارډ کې لومړی د زده کوونکي په توګه او بیا د ښوونکي په توګه کار کړی دی. ون له (۱۹۵۶ نه تر ۱۹۷۸ز) پورې په هاروارډ کې د اډګر پيېرس ځایناستی و.[2][3]
ویلارډ ون اورمن کواین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون (۱۹۳۰–۱۹۳۲)[1] |
ڈاکٹری مشیر | الفرېډ نورث وایټهېډ |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | ماډل تيوري ، د سيټ نظريه ، انټولوژي |
کار ورکوونکی | |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
سمول |
کواین د منطق او د سېټ تیورۍ ښوونکی و. دی د هغه مقام له امله مشهور و، چې د لومړۍ درجې منطق یوازینی ډول دی، چې د نوم وړ یې دی. د ریاضیاتو سیستم او د سېټ تیورۍ ته یې، چې د نویو بنسټونو په نامه پېژندل کېږي، وده ورکړه. د ریاضیاتو په فلسفه کې هغه او د هاروارډ ملګري یې هیلري پوتنم د کواین ـ پوتنم د اړینوالي استدلال ته وده ورکړه، چې د ریاضیاتو د شته والي لپاره دلیل دی.[4][5][6]
په هر حال، کواین په دې نظر و، چې فلسفه مفهومي تحلیل نه دی، بلکې په ساینس پورې اړه لري.
«د ساینس فلسفه، پوره فلسفه ده» دا په تجربوي علومو کې پر نامتو طنز بدل شو. هغه په خپله د ساینس له سرچینو نه پر ساینس د پوهېدو لپاره سیستماتیکه هڅه وکړه او اغېزمنه طبیعي پوهه پېژندنه یې رامنځ ته کړه او هڅه یې کوله، تر څو د دې لپاره ښې ساینسي څرګندونې وړاندې کړي، چې موږ څنګه د لږ حسي انډول پر بنسټ پخوانۍ ساینسي تیوري رامنځ ته کولی شو. هغه په ساینس کې د نسبي وجود پېژندنې ((ontological پلوي هم وکړه، چې دThesis Duhem _ Quine په نامه یادېږي.
د هغه مهمې لیکنې د (څه شته) په اړه مقالې دي، دا یې په ( ۱۹۴۸ز) کال کې لیکلي، چې د برټرنډ رسل د توضیحاتو تیوري یې روښانه کړې او د انټولوژیکې ژمنې( تعهد) په اړه د کواین مشهوره وینا ده. «اوسېدل یو متغیر ارزښت دی» او «دوه تجربوي اصول» چې پر دودیز تحلیلي – مصنوعي توپیر او کمونې باندې یې برید وکړ، د هغه وخت مشهور منطقي باور یې کمزوری کړ او پر ځای یې د سیمانتیک هولیزم پلوي وکړه.
په (۲۰۰۹ز) کال کې د تحلیلي فیلسوفانو ترمنځ یوه ټول پوښتنه وشوه، چې کواین یې په تېرو دوو پېړیو کې پینځم فیلسوف ونوماوه. هغه په (۱۹۹۳ز) کال کې د منطق او فلسفې په برخه کې د شاک لومړۍ جایزه وګټله. دا جایزه یې د خپلو سیستماتیکو او د پام وړ بحثونو له امله وګټله، چې د شته وو ټولنیزو شواهدو په رڼا کې د ژبې او اړیکو د زده کړې لپاره او پایلې یې د ژبنیو معناوو او د پوهې په تړاو نظریې وې. په (۱۹۹۶ز) کال کې یې په هنر او فلسفه کې د کیوټو جایزه وګټله، ځکه په شلمه پېړۍ کې یې د فلسفې د پرمختګ لپاره بېلابېلې نظریې، لکه: د منطق، پوهې پېژندنې، د علم فلسفې او د ژبې د فلسفې په برخه کې وړاندې کړې. [7][8][9][10]