والټر رالی
From Wikipedia, the free encyclopedia
والټر رالي (شاوخوا ۱۵۵۲- مړینه: د ۱۶۱۸ زکال د اکتوبر ۲۹ مه) انګلیسي دولتي چارواکی، سرتېری، لیکوال، کاشف او د ملکې الیزابت د خوښې وړ درباري و. د الیزابت د واکمنۍ پر مهال د پام وړ څېرې په توګه، نوموړي د شمالي امریکا د انګلیسي استعمار پر مهال پام وړ رول ولوباوه، د ایرلنډ پاڅون یې وځپه، د هسپانوي پوځ پر وړاندې یې د انګلستان څخه په دفاع کې برخه واخیسته او د لومړۍ الیزابت د واکمنۍ پر مهال یې په مهمو سیاسي څوکیو کار وکړ.
والټر رالی | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | لندن [1] |
نظربندۍ مقام | د لندن برج (–۱۶۱۶) |
استوګنځای | جېرسي |
تابعیت | برېتانيا [2] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
لاسليک | |
سمول |
رالي د ډیون سیمې د والټر رالي او کاترین چمپرنون په پروتستانت کورنۍ کې وزېږېد. د هغه د ژوندانه د لومړیو اړوند ډېر لږ اطلاعات شتون لري، په داسې حال کې چې هغه د خپلې نوې ځوانۍ د وروستیو ډېره لنډه موده په فرانسه کې تېره کړې او په کورنۍ مذهبي جګړو کې یې ونډه لرلې ده. په ۲۰ کلنۍ کې یې د ایرلنډي استعمار پر وړاندې پاڅون په ځپلو کې ونډه لرلې؛ نوموړي همدارنګه د سمرویک په محاصره کې ونډه درلوده. وروسته نوموړی په ایرلنډ کې د املاکو څښتن او د ختیځ مونسټر د یوګل شاروال شو، هغه ځای چېرې چې یې په اوسني مېرټل ګرو (Myrtle Grove) کې کور شتون لري. هغه په چټکۍ سره د ملکې الیزابت په ګټه پاڅون وکړ او په ۱۵۸۵ زکال کې ورته سلطنتي نښان ورکړل شو. نوموړي ته په ویرجینیا کې د پلټونو د اختراع د ثبت حق هم ورکړل شو او په دې سره یې هلته په راتلونکې کې د انګلیسانو استوګنې ته لار برابره کړه. په ۱۵۹۱ زکال کې نوموړي د ملکې له اجازې پرته د ملکې له یوې همکارې الیزابت تروکمورتون سره واده وکړ او له همدې امله له خپلې ښځې سره یوځای د لندن برج قلا ته ولېږل شو. له خوشي کېدو وروسته تقاعد شو او د ډورسټ په شربون کې خپل ملکیت ته ولاړ. [3]
په ۱۵۹۴ زکال کې رالي په سویلي امریکا کې د «سرو زرو د ښار» نوم واورېد او د هغو د موندلو په موخه یې سفر وکړ؛ په دغه سفر کې له مبالغې ډک د هغه تجارب په یوه کتاب کې خپاره شول چې د «ال ډوراډو» له افسانې سره یې مرسته وکړه. په ۱۶۰۳ زکال کې د الیزابت له مړینې وروسته رالي بیاځلي د پاچا لومړي جیمز پر وړاندې په توطئه کې د لاس لرلو په تورد لندن په برج کې بندي شو، ځکه چې د ده چندان نه خوښېده. نوموړی په ۱۶۱۶ زکال کې د ال ډوراډو په لټون کې د اکتشافي سفر د رهبرۍ په موخه خوشی شو. په دغه سفر کې د هغه تر مشرۍ لاندې مخکښ قوماندان په یوه هسپانوي اډه برید وکړ چې هم یې د خپلې عفوې شرایط او هم یې له هسپانیا سره د ۱۶۰۴ زکال د سولې هوکړه تر پښو لاندې کړه. رالي انګلستان ته راوګرځېد او د هسپانویانو د بېرته خوشالولو په موخه په ۱۶۱۸ زکال ونیول شو او اعدام کړای شو.