From Wikipedia, the free encyclopedia
واسی-واری (واسي-ویري ) د واسی خلکو ژبه ده چی د افغانستان د نورستان ولایت د مرکز پارون دره په څو کلیو کی ویل کیږی. یاده ژبه د پرسون یا پاروني په نوم هم پېژندل کیږي.
واسی واری د هندو-اروپایی ژبی په کورنۍ پوری اړه لري او د هند-ایرانی ژبی په نورستانی ګروپ کي راځي. واسی واری د نورو نورستانی ژبو څخه بیخي بېله ده.
په ۱۸۹۶ کال کي د افغان واکمن عبدالرحمن خان له خوا د نورستان له فتحي او د اسلام له نافذېدو را وروسته اوسني پرسوني خلک ډېری مسلمانان دي. [1] دوی تر مسلمان کېدلو وروسته ډیر متقیان خلک وګرځېدل ځکه چې ځوان نسل يې د هند په لویه وچه کي اسلامي زده کړي ترلاسه او بیرته د اسلام د تبلیغ لپاره راغلل، [2] خو ددې سره سره دوی بیاهم د اسلام څخه مخکي زمانې ځیني نښي او کلتورونه له ځان سره لري. [3] د پرسونيانو د سواد کچه ټیټه ده: په دوی کي له1٪ څخه کم خلک واسی واری د لومړۍ ژبې په توګه کاروي، او د 15٪ څخه تر 25٪ پوري خلک یې د دویمې ژبې په توګه کاروي.
د واسی واری ژبې نوم د هغې د پای برخي Vâsi څخه اخیستل سوی دی. دغه ژبه د افغانستان له دوو ملي ژبو پښتو او دري څخه منځ ته راځي.
واسی واری د واسی (پرسونی) خلکو لخوا ویل کیږی چی د پارون په دره کی چی د واسی ګل په نامه مېشت او د افغانستان په شمال ختیځ کی د نورستان ولایت د پیچ سیند په سر کي استوګن دي. د دې ژبي اصلي نومونه په ټوپو ژبو کي واسی-واری او په سیک ژبی کې واسی ګڼل سوي دي، مګر دا د پرسونی، پرسون، واسی-واری، پارونی، پارون، ویرون، ویرو او ویرونی په نومونو هم یادیږی. د واسي ګل نفوس د 3,000-6,000 تر منځ اټکل سوی دی، او په دره او نورو سیمو کي نږدې 8,000 اصلي ویونکي لري، چې دا حالت ددې ژبي لپاره ګواښونکی ګڼل کیږي.
واسی واری اته غږ لرونکي (واول) توري لري لکه: â, u, o, i, e, ü, ö او بې نښه شوي سر، a، چي د لوړ مرکزي سر په توګه تلفظ کیږي، [ɨ].
شخص | د نوم اړوند | |||
---|---|---|---|---|
شمیره | پرسوني |
---|---|
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.