هينري وارډ بيچر
From Wikipedia, the free encyclopedia
هينري وارډ بيچر (۲۴ جون ۱۸۱۳ – ۸ مارچ ۱۸۸۷) يو امريکايي ټولنپال مذهبي مشر، ټولنيز سمونپال او ويناوال و چې د مريتوب د ختمولو د خوځښت په ملاتړ، د خدای پر مينه ټينګار او په ۱۸۷۵ز کال کې د زنا د محاکمې له امله يې شهرت موندلی و. له عيسی مسيح سره پر مينه د هغه بلاغي (ويناوالۍ) ټينګار هغه څه دي چې تر اوسه يې د مسيحيت مرکزي جريان تر اغېز لاندې دی.
هينري وارډ بيچر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۴ جون ۱۸۱۳[1][2][3][4] |
مړینه | 8 مارچ 1887 (74 کاله)[1][3][4] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
تعلیم | Amherst پوهنتون |
کار/مسلک | سياستوال ، خبريال ، دينپوهنه ، ليکوال [5] |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [6] |
لاسليک | |
سمول |
هنري وارډ بيچر د «لايمين بيچر» زوی و، پلار يې يو کالوينيسټ (مسيحي مذهبي فرقه ده) مذهبي مشر و چې په خپل وخت کې يو له مشهورو مبشرينو (د مسيحيت مبلغ) وګرځېد، د هغه ګڼ ورونه خوېندې مشهور استادان او فعالين شول. تر ټولو زيات د يادولو وړ يې «بيچر سټو» ده، چا چې د مريتوب د ختمولو په اړوند د خپل ناول « Uncle Tom's Cabin» له امله شهرت تر لاسه کړ. هينري وارډ بيچر د «انډيانا» په «انډياناپولس» او «لارنسبرګ» کې د پادري په توګه تر خدمت مخکې، په ۱۸۳۴ز کال کې د «ايمهرسټ» کالج څخه فارغ او په ۱۸۳۷ز کال کې د «لين» الاهياتو له ښوونځي فارغ شو.
په ۱۸۴۷ز کال کې، بيچر د نيويارک د بروکلين په «پلای ماوت» کليسا کې لومړی کشيش وټاکل شو. هغه ډېر ژر د ويناوالۍ په حلقه کې د خپلې نا اشنا ويناوالۍ طريقې له امله شهرت خپل کړ، په کوم څه کې چې هغه طنز، لهجې او عاميانه ژبې څخه کار اخيست. د کيشيش د دندې په اوږدو کې، هغه د الاهياتو داسې اند درلود چې د خدای پر مينه يې پر هر څه د پاسه ټينګار کاوه. په ټولنيز سمون، په ځانګړي ډول د مريتوب د ختمولو په خوځښت کې هم د هغه لېوالتيا وده وکړه. په هغو کلونو کې چې کورنۍ جګړې ته يې لاره هواره کړه، هغه د دې لپاره پيسې راټولولې چې زنداني مريان وپيري او وسلې – کوم ته چې د بيچر اینجيلونو نوم ورکړل شوی و، د مريتوب ختمولو هغو پلويانو ته واستوي چې په کنساس کې يې جګړه کوله. هغه د کورنۍ جګړې پر مهال اروپا ته ولاړ او د اتحاديې په ملاتړ يې ويناوې کولې.
له جګړې وروسته بيچر د ټولنيز سمون د هڅو ملاتړ وکړ، لکه د ښځو د رايې ورکولو حق او د نشه يې توکو مخنيوی. هغه همدا راز د چارلس ډاروين د تکامل نظريې ملاتړ هم وکړ او ويې ويل چې دا د عيسايي عقايدو سره په مخالفت کې نه ده. د هغه په اړه په پراخه کچه داسې اوازې خپرې شوې چې ګوندې هغه زناکار دی او په ۱۸۷۲ز کال کې «وډهل» او «کلافلن ويکلي» له «اليزابت ريچارډ ټيلټن» سره د هغه د اړيکې په اړه يوه لیکنه خپره کړه، څوک چې د هغه د ملګري او پخواني همکار «تيوډور ټلټن» مېرمن وه. په ۱۸۷۴ز کال کې، ټيلټن د بيچر پر ضد د جرمي خبرو اترو د تور عريضه وکړه. له دې وروسته د محاکمې په پايله کې منصفه پلاوی د هغه په اړه پرېکړه کې ژر بريالی نه شو او دا هغه محاکمه وه چې په هغه پېړۍ کې يې په ډېره زياته پیمانه خبرونه خپاره شوي وو.[7]
په ۱۸۶۳ز کال کې د هغه د پلار له مړينې وروسته، بيچر بې شکه «په ټول هېواد کې تر ټولو زیات مشهور مبلغ» و. د ولسي پاملرنې په برخه کې د بيچر د اوږدې مودې دندې له امله ژوندليک ليکونکې «ډيبي ايپل ګيټ» د هغه ژوندليک ته چې دې ليکلی و، د امريکا تر ټولو مشهور سړي نوم ورکړ.[8][9]