هينريچ هېملر
From Wikipedia, the free encyclopedia
هينريچ ليوټپولډ هېملر (زوکړه: ۱۹۰۰ د اکتوبر ۷، مړينه: ۱۹۴۵ د می ۲۳) د ژغورونکي لښکر يا “SS” او د المان د نازي ګوند يو مخکښ غړی و. هېملر نازي المان کې د پياوړ اشخاصو او د هولوکاسټ يا په اور وژنې اصلي پلان جوړونکو له ډلې څخه و.
هينريچ هېملر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | نازي جرمني (۱۹۲۳–)
د وايمار جمهوريت (۱۹۱۵–۱۹۳۷) جرمن سترواکي (۷ اکتوبر ۱۹۰۰–۱۹۱۸) |
قد | 1.76 متر |
ګوند | نازي ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
وفاداري | نازي جرمني |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هېملر د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د احتياطي لښ يا لېوا د غړي په توګه، جګړه کې فعاله ونډه نه درلوده. نوموړي په پوهنتون کې کرنيزه يا تخم پېژندنې څانګه ولوستله او په ۱۹۲۳ز کال نازي ګوند سره يو ځای شو او په راتلونکو ۱۶ کالونو کې يې SS يوازې له ۲۹۰ کسيز لښکر څخه يو ميليوني پياوړي نيمه نظامې ډله جوړه کړه او د نازيانو د تمرکز پنډغالي يا کمپونه يې جوړ او اداره کړل. نوموړی د غوره اداري مهارتونو او په ۱۹۳۱ ز کال کې د رينهارد هيدريچ په څېر د خورا وړ ملاتړو د ټاکلو له امله پېژندل کېده. له ۱۹۴۳ز کال څخه راپدېخوا، نوموړی د المان د پوليسو مشر هم و او د کورنيو چارو د وزير دنده يې هم تر سره کوله، چې د ګيسټاپو (د دولت پټ پوليس) څانګې په ګډون يې له ټولو کورنيو او بهرنيو پوليسي او امنيتي ځواکونو څخه څارنه کوله. نوموړي د وافين اس اس “Waffen-SS” په نوم د SS يا ژغورونکي لښکر پوځي څانګه اداره کړه. هېملر له راز راز پټو خبرو او اولکېچ [استخباراتي] موضوعګانو سره لېوالتيا درلوده او د نازي المان د توکميزې تګلارې يا سياست د رامنځته کولو په موخه يې د همدې باورونو له عناصرو څخه ګټه پورته کړه او SS کې يې پټ يا محرمانه نښې او دودونه ورګډ کړل.
هېملر «» رامنځته کړ او [د انسانانو] د له منځه وړلو پنډغالي يې جوړ کړل. د نازلي عام وژنې خپرونو د څارونکي په توګه يې د ۲۰۰۰۰۰ او ۵۰۰۰۰۰ تر منځ روماني وګړو او نورو قربانيانو تر څنګ د نږدې ۶ ميليونه يهودانو د وژلو لارښوونه وکړه. د نازي نظام له لورې د وژل شويو ملکي وګړو اټکلي کچه له يوولس تر څوارلس ميليونه ده، چې زياتره يې پولينډي او شوروي اتباع وو.
نوموړی د دويمې نړيوالې جګړې په وروستيو کې، د هټلر له لورې د لنډې مودې لپاره د پوځي قوماندان او وروسته د (کورني) پوځ د بدلولو “Replacement (Home) Army” او د درېيم ريچ “Third Reich” د ټولې ادارې لپاره د عمومي مختار وزير په توګه وټاکل شو. نوموړي ته په ځانګړي ډول د پورتني راين د پوځي ډلې “Army Group Upper Rhine” او وېسټيولا پوځي ډلې “Army Group Vistula” مشري ورکړل شوې وه. وروسته له هغې چې هېملر د خپلو ورسپارل شويو موخو په تر لاسه کولو کې پاتې راغی، هټلر له يادو دندو څخه لرې کړ. وروسته له هغې چې هېملر د جګړې بايلل درک کړل، د جګړې له پای ته رسېدلو څخه لږه موده وړاندې يې، د هټلر له پوهې يا مهارت څخه پرته له لويديځو متحدينو سره د سولې خبرو اترو د پيل کولو هڅه وکړه. هټلر د دې خبر په اورېدلو سره نوموړی د ۱۹۴۵زکال په اپرېل کې له خپلو دندو څخه لرې کړ او د هغه د نيولو امر يې وکړ. هېملر د پټېدلو هڅه وکړه، مګر د برتانوي ځواکونو له لورې لومړی ونيول شو او د هويت له پېژندلو څخه وروسته بندي شو. هغه وخت چې نوموړی په برتانوي بند کې و، د ۱۹۴۵زکال د می په ۲۳ نېټه يې ځان وژنه وکړه.