مارتین چارلس سکورسیزي
From Wikipedia, the free encyclopedia
مارتین چارلس سکورسیزي ( د سکوسي او سکورسسي په توګه هم تلفظ کېـږي) چې په ايټالیاوي ژبه کې د ( سکورسیزي ) په نامه یادېـږي، د ۱۹۴۲ م کال د نومبر په اوولسمه نېټه وزېـږيد، سکورسیزي یو امریکايي فلمي ډایرکټر، پروډيوسر، تلویزیوني لیکوال او فلمي لوبغاړي دي. هغه د بیلابېلو ادارو څخه ډېري جایزې ترلاسه کړي دي، چې په دې کې د هالیوډ جایزه، د لومړي ځل لپاره د ایمي هنري جایزې، د ګریمي ( موسیقۍ څانګې ) جایزه، د بریتانیا د فلمي کارخانې څلور جایزې، درې نړیوالي د سروزرو جایزې، د امریکا د ډایرکټرونو د کمیټې جایزې شاملې دي. سکورسیزي همداراز بیلابېل ویاړونه ترلاسه کړي دي، چې د هغې له جملې په ۱۹۹۷ م کال کې د ایفي د ژوند د تګلارې جایزه، په ۲۰۰۷ م کال کې د کینډي د مرکز لخوا ورکړل شوي ویاړ او جایزه ، او همدارنګه په ۲۰۱۲ م کال کې د بریتانیا د تلویویزني هنرونو د اکاډمۍ له لورې ورکړل شوي لقب او جایزه یادولي شو. د دې سربیره د هغه پنځه فلمونه د کانګراس د کتابتون له لورې د متحده ایالاتو د ملي فلم ساتنې په ټولګه کې شامل شول ځکه چې له کلتوري، تاریخي او ورسره د ښکلا له پلوه مهم ګڼل کېدل. [10]
مارتین چارلس سکورسیزي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۷ نومبر ۱۹۴۲[1][2][3][4][5][6][7][8] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [9] |
قد | 160 سانتي متره |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
کار ورکوونکی | د نيويارک پوهنتون |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
سکورسیزي په ۱۹۶۸ م کال کې د نیویارک پوهنتون د کلتور، تعلیم او بشري پرمختیا له ستینډهارډټ ښوونځي څخه ماسټري ترلاسه کړه. د هغه لومړۍ فلم ( زما دروازه څوک ټکوي) په ۱۹۶۷ م کال کې د چیکګو د فلمونو په جشن کې ومنل شو. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ م لسیزو کې، سکورسیزي د نوې هالیوډ د یو پيژندل شوي شخصیت په توګه راڅرګند شو. د هغه فلمونه تر ډېره د خپل ايټالیاوي ـــ امریکايي شالید او په نیویارک ښار کې د هغه د پالنې تر نفوذ لاندې راغلي دي، ځکه نو د هغه د فلمونه د ناامنه نارینو له لوري د نارینه توب پر اساس جرمونه، د نیهلیسم سبک او د ګناه او خلاصون په اړه د کاتولیک مفکورې لټوي. د هغه د سوداګریزو نښو سټایلونه د سست حرکت کارول، تکرارۍ صحنې کارول، د سخت تاوتریخوالۍ ګرافیکي عکسونه، او په لیبرال توګه د بې احترامي کارول شامل دي. [11][12]
د جرمونو په اړه د هغه د ۱۹۷۳ م کال د ( بدې کوڅې ) فلم چې د ظلمونو او بربادۍ تصویر پکې راخیستل شوي و او د ګناه او خلاصون په اړه کاتولیکي مفکورې پکې څيړل شوي وي، د ده د فلم جوړونې انداز کې یې بدلون راوست. سکورسیزي په ۱۹۷۶ م کال کې د خپل ښکلي فلم ( د ټیکسي د ډرایور ارواپوهنه ) له امله د کینن تر ټولو ستره جایزه ترلاسه کړه. په دې فلم کې رابرټ دی نیرو هم کار کړي و، هغه د سکورسیزي سره په اتو نورو فلمونو کې هم یوځای کار کړي دي، چې د هغې له جملې : نیویارک ( ۱۹۷۷ م )، جګړیز غویي ( ۱۹۸۰ م )، د کمیډي پاچا ( ۱۹۸۲ )، ښه ملګري ( ۱۹۸۰ م کال ) او قمارخانه (۱۹۹۵ م کال ) یادولي شو. په ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ م لسیزو کې سکورسیزي د لیوناردو دیکیفریو سره په همکاري یوه لړۍ فلمونو جوړ کړل چې تر ډېره یې انتقادي ستاینه او هڅونه ترلاسه کړه. په دغو فلمونو کې، د نیویارک ډله ( ۲۰۰۲ م کال )، ایویټر ( ۲۰۰۴ م کال )، تللي وګړي ( ۲۰۰۶ م کال )، د شیټر ټاپووزمه (۲۰۱۰ م کال ) او د دیوالي کوڅې لیوه فلم شامل دي. د جرمونو فلمي نړۍ ته په راستنیدو سره سکورسیزي یو ځل بیا د دی نیرو په همکاري د( ایرلینډۍ سړي) په نوم فلم په ۲۰۱۹ م کال کې جوړ کړ. د سکورسیزي د څو نورو فلمي کارونه یادونه هم دلته کوو: څو ساعته وروسته ( کمیډي فلم په ۱۹۸۵ م کال کې )، د بې ګناهي دوره (په ۱۹۳۳ م کال کې یوه عشقي ډرامه وه)، د ماشومانو هاګو ډارمه ( ۲۰۱۱ م کال کې ) او مذهبي حماسي ډارمې یې لکه د مسیح وروستنۍ پلټنه (۱۹۸۸ م کال )، کاندن (۱۹۹۷ م کال ) او خاموشۍ ( ۲۰۱۶ م کال ) یادولي شو.
د فلم سربیره، سکورسیزي د ځینو تلویویزني ډرامو ډایرکشن هم کړي لکه د بورډواک امپراتورۍ ډرامه (۲۰۱۱ ـــ ۲۰۱۵ م کال پورې ) او د وینیل امریکايي ډارمه ( ۲۰۱۶ م کال کې ). همداراز هغه د مستندونو ډایرکشن هم کړي چې دا هغې له جملي عامه خبرې ( ۲۰۱۰ م کال ) او ګومان وکړه چې د یو ښار دي ( ۲۰۲۱ م کال ) مهم دي. د دې پرته سکورسیزي د راک موسیقۍ د مستند د لیکوال په توګه هم پيژندل کېـږي ځکه چې هاغه ځینو کنسرتونو ته مستندونه لیکلي چې په دې کې اخرې والټز ( ۱۹۷۸ م کال )، کور ته لار نشته ( ۲۰۰۵ م کال )، رڼا روښانه کړه ( ۲۰۰۸ م کال ) او جورج هارسیون په مادي نړۍ کې ژوند کوي ( ۲۰۱۱ م کال ) شامل دي. د فلم د ساتنې او جوړولو د مدافع په توګه هغه درې غیرانتفاعي سازمانونه جوړ کړل چې عبارت دې له: په ۱۹۹۰ م کال کې د متحده ایالاتو د فلم سازمان، په ۲۰۰۷ م کال کې د نړۍ د سینما سازمان او په ۲۰۱۷ م کال کې د افریقايي فلمونو د میراث پروژه وه.