فرانز بواس
From Wikipedia, the free encyclopedia
فرانز يوري بواس (زوکړه: ۱۸۵۸ د جولای ۹، مړينه: ۱۹۴۲ د ډسمبر ۲۱) په المان زېږېدلی امريکايي انسان پېژندونکی او د معاصرې انسان پېژندنې مخکښ و، چې «د امريکا د انسان پېژندنې پلار» بلل شوی دی. د نوموړي کار د تاريخي ځانګړتوب او کلتوري نسبيت په څېر له پېژندل شويو خوځښتونو سره تړاو لري. [15][16][17][18]
فرانز بواس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۹ جولای ۱۸۵۸[1][2][3][4][5][6][7][8] |
مړینه | 21 ډيسمبر 1942 (84 کاله)[1][9][2][4][5][6][10][8] نيويارک [11][12] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [13] |
عملي ژوند | |
استاد | ويلهم ونډت |
ڈاکٹری شاگرد | مارګارېت مید |
کار/مسلک | فیلسوف |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [14]، جرمني ژبه |
د کړنې څانګه | وګړپوهنه |
کار ورکوونکی | کولمبيا پوهنتون |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
بواس چې المان کې يې زده کړې کولې، په ۱۸۸۱ز کال د فزيک برخه کې د دوکتورا سند ورکړل شوی و، په داس حال کې چې د جغرافيې برخه کې يې هم زده کړې کولې. نوموړي له دې څخه وروسته شمالي کاناډا ته د جغرافيې برخې په يو علمي سفر کې ګډون وکړ، چې نوموړی په کې د بافين ټاپو “Baffin Island Inuit” له کلتور او ژبې سره لېواله شو. هغه د ارام سمندر د شمال لويديځ له بومي کلتورونو او ژبو سره د ساحوي کار کولو په موخه سفر وکړ. په ۱۸۸۷ز کال کې نوموړی متحده ايالتونو ته کډوال شو، چې هلته يې په لومړيو کې سمېتسونيين کې د موزيم د مشر په توګه کار وکړ او په ۱۸۹۹ زکال په کولمبيا پوهنتون کې د انتروپولوژي يا انسان پېژندنې يو پروفيسور شو، چې د مسلک تر پايه همدلته پاتې شو. بواس د خپلو زده کونکو له لارې چې ډېری هغوی يې د خپل لارښود له لورې د انتروپولوژي د هڅول شويو څانګو او د څېړنې خپرونو د رامنځته کولو په موخه هلته لاړل، نوموړي د امريکا د انسان پېژندنې پر پراختيا ژوره اغېزه وکړه. ای ال کرويبير “A. L Kroebere”، رت بينيډېکټ “Ruth Benedict”، ايډوارډ ساپېر “Edward Sapir”، مارګرېت ميډ “Margaret Mead”، زورا نيلي هرسټن “Zora Neale Hurston” او ګېلبيرټو فريري “Gilberto Freyre” د نوموړي د پام وړ ډېری زده کونکو له ډلې څخه دي. [19]
بواس د هغه وخت د پوهنيز توکمپالنې د نامتو نظريو د خورا نامتو مخالفينو له ډلې څخه و او دا هغه نظریه وه، چې له مخې يې توکم يا نژاد يوه بيولوژيکي مفکوره ده او کړه وړه د بيولوژيکي ځانګړتياوو د ډول پوهنې له لارې په خورا ښه ډول درک کېږي. د بدن د هډوکو د جوړښت يا اسکلېټ اناتمي د لار ماتونکو څېړنو په يوه لړۍ کې، نوموړي څرګنده کړه چې د جمجمې بڼه او اندازه د روغتيا او تغذيې په څېر چاپيريالي عواملو پر بنسټ د بدلون يا توافق لوړه وړتيا لري او د نوموړي دا پايله د وخت د توکميزو انسان پېژندونکو له هغو ادعاوو سره په ټکر کې وه، چې له مخې يې د سر شکل يا بڼه يوه ثابته توکميزه ځانګړتيا وه. بواس د دې په ډاګه کولو لپاره هم کار وکړ، چې انساني چلند کې توپيرونه په اصل کې د طبيعي بيولوژيکي حالتونو له مخې نه مشخص کېږي او په پراخه کچه د ټولنيزې زده کړې له لارې د تر لاسه شويو کلتوري توپيرونو پايله ده. بواس په دې ډول، کلتور د انساني ډلو تر منځ چلند کې د توپيرونو د روښانه کولو لپاره د اصلي مفکورې او د انسان پېژندنې د مرکزي تحليلي مفکورې په توګه وړاندې کړ. [20][21][22]
د انسانپوهنيز فکر برخه کې د بواس د اصلي ونډو له ډلې يوه يې د کلتور د څېړنې برخه کې د هغه وخت د نامتو تکاملي کړو وړو نه منل وو، چې د ټولو ټولنو په اړه يې فکر کاوه، چې د يو لړ ټيکنالوژيکي او کلتوري پړاوونو له لارې وده کوي او د لويديځې اروپا کلتور يې په سر کې ځای لری. بواس استدلال وکړ چې کلتور د خلکو د ډلو د غبرګونونو او د نظرونو د خپرېدلو له لارې په تاريخي ډول وده کړې ده او په پايله کې د پرله پسې [دوامداره] لوړو کلتوري بڼو پر لوړ هيڅ بهير نه شته. دا پوهه د دې لامل شوه، چې بواس د پړاو پر بنسټ د رامنځته شوي، ټيکنالوژيکي موزيمونو ترتيب ونه مني او پر ځای يې توکي د کلتوري ډلو د نږدېوالي او خپلوۍ پر بنسټ نندارې ته وړاندې کړي.
بواس د کلتوري نسبيت نظريه هم وړاندې کړه، چې له مخې يې کلتورونه د لوړ يا ټيټ، يا غوره او ډېر سم په توګه په واقعي ډول نه شي ډلبندي کېدلی، مګر دا چې ټول انسانان نړۍ ته د خپل کلتور له عدسيې څخه ګوري او په کلتوري ډول د دوی د تر لاسه شويو معيارونو له مخې يې په اړه قضاوت کوي. د نوموړي لپاره د انسان پېژندنې موخه په هغه لاره پوهېدل وه، چې کلتوري شرايطو پورې تړلي خلک په کې په بېلابېلو لارو چارو نړۍ وپېژني او پر وړاندې يې غبرګون تر سره کړه؛ چې د دې کار د کولو لپاره د څېړل شويو خلکو د ژبې او کلتوري معيارونو په اړه د پوهې تر لاسه کول اړين وو. بواس د دودونو د کلتوري بدلون له څېړنې (توکمپونې) او د ناليکل شويو بومي ژبو له څېړنې (تشرېحي ژب پوهنې) سره د لرغون پېژندنې د لارو چارو، د مادي کلتور او تاريخ د څېړنې، فزيکي انسان پېژندنې يانې انساني اناتومي کې د بدلون څېړنې په يو ځای کولو سره، د انتروپولوژي څلور ساحوي فرعي وېش رامنځته کړ، چې ۲۰ ز پېړۍ کې د امريکا د انتروپولوژي برخه کې نامتو شو. [23]