صبغت الله مجددي
د افغانستان شپږم لنډمهاله ولسمشر / From Wikipedia, the free encyclopedia
صبغت الله مجددي (١٩٢٦ - ۲۰۱۹). په ١٩٩٢ کال کې د کمونېسټي رژيم د راپرځېدو وروسته د افغانستان د اسلامي دولت د لومړني هېوادمشر په توگه دنده درلوده. صبغت الله مجددي د نجات اسلامي افغانستان د گوند مشر هم وو.
صبغت الله مجددي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۱ اپریل ۱۹۲۵(1925-04-21) کابل |
مړینه | ۱۱ فبروري ۲۰۱۹ (۹۳ کال کلنۍ کي) کابل [1] |
تابعیت | د افغانستان شاهي واکمني (۱۹۲۶–۱۹۷۳)
د افغانستان جمهوريت (۱۹۷۳–۱۹۷۸) د افغانستان اسلامي دولت (۱۹۹۲–۲۰۰۲) د افغانستان اسلامي امارت (۱۹۹۶–۲۰۰۱) افغانستان د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت (۱۹۷۸–۱۹۹۲) |
واک | |
عملي ژوند | |
تعلیم | د الازهر پوهنتون |
کار/مسلک | سياستوال |
کاروونکي ژبه(ي) | پښتو ، عربي ژبه |
کار ورکوونکی | د کابل پوهنتون |
سمول |
ښاغلی مجددي په پاکستان کې د مجاهدينو تر منځ د يوه پخواني تړون پر بنسټ د افغانستان د اسلامي دولت هېوادمشر شو. نوموړی تر دوو مياشتو پورې د افغانستان هېوادمشر و چې بيا تر ده وروسته برهان الدين رباني د هېوادمشرۍ په چوکۍ کېناسته. هغه په دې هېڅکله و نه توانېده چې د مجاهدينو د بېلابېلو گوندونو او تنظيمونو تر مېنځ پخلاينه راولي.
په اوسينيو سياسي پېښو کې، مجددي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ځان د سياست نه گوښه کړی وه. د ٢٠٠٣ کال په ډېسمبر مياشت کې د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ښاغلی مجددي د لويې جرگې د ريس په توگه وټاکل شو. مجددي پر ۱۱ فبروري ۲۰۱۹ میلادی (د ۹۳ کالو په عمر) کي ومړ.