شاهد خاقان عباسي
From Wikipedia, the free encyclopedia
شاهد خاقان عباسي (زوکړه: د ۱۹۵۸ زکال د ډسمبر ۲۷ مه) پاکستانی سیاستوال او سوداګر دی چې د ۲۰۱۷ زکال له اګست میاشتې څخه یې د ۲۰۱۸ زکال تر مۍ میاشتې پورې د پاکستان د ۲۱م لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. عباسي د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند ارشد مرستیال او همدارنګه په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو د ائتلاف یا د پاکستان د دیموکراتیک خوځښت عمومي منشي دی. نوموړی د ۲۰۱۸ زکال د اکټوبر میاشتې راهیسې د پاکستان د ملي شورا غړیتوب لري. له دې وړاندې هغه له ۱۹۸۸ زکال راهیسې د اتو غیر پرله پسې دورو لپاره د ملي شورا د غړي په توګه خدمت کړی. [2]
شاهد خاقان عباسي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۷ ډيسمبر ۱۹۵۸[1] کراچۍ |
تابعیت | پاکستان |
ګوند | پاکستان مسلم لیګ ن |
واک | |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کیلیفورنیا پوهنتون، لاس انجلس |
تخصص تعلیم | برېښنايي انجنيري |
تعلیمی اسناد | bachelor's degree زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | اوردو ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | اوردو ژبه |
لاسليک | |
سمول |
عباسي په ۱۹۸۸ زکال کې د خپل پلار له مړینې وروسته سیاست ته مخه کړه او له دغه مهال راهیسې یې د این اې – ۵۷ ټاکنیزې حوزې (راولپنډۍ) څخه شپږ ځلې ملي شورا ته لار ومونده. د ۱۹۹۷ زکال په عمومي ټاکنو کې د مسلم لیګ نواز ګوند په بریا سره نوموړي د ۱۹۹۹ زکال د پوځي کودتا تر مهاله د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا (PIA) د مشر په توګه دنده ترسره کړه. د ۲۰۰۸ زکال له عمومي ټاکنو وروسته د لنډ مهالي ایتلافي حکومت پر مهال نوموړي د لنډ مهال لپاره د ګیلاني په کابینه کې د سوداګرۍ د وزیر په توګه دنده ترسره کړه. د ۲۰۱۳ زکال له عمومي ټاکنو وروسته د نواز شریف د دریم ځلي لومړي وزارت پر مهال هغه د نفتو او طبیعي زیرمو وزیر شو چې د ۲۰۱۷ زکال د جولای په میاشت کې یې د پاناما د اسنادو د قضیې په تړاو د نواز شریف د لومړي وزارت د له منځه تلو ترمهاله یې په دغه څوکۍ کار وکړ. نوموړی د ۲۰۱۷ زکال په اګست میاشت کې د پاکستان د ملي شورا له خوا د پاکستان د ۲۱م لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.