شارل موراس
From Wikipedia, the free encyclopedia
شارل ماری فوتیوس موراس (۲۰ اپرېل ۱۸۶۸- ۱۶ نومبر ۱۹۵۲ زکال) فرانسوي لیکوال، سیاستوال، شاعر او منتقد و. هغه د Action Française په نامه د شاهي نظام غوښتونکي، پارلمان ضد او انقلاب ضد سیاسي خوځښت اصلي فیلسوف او مدیریت کوونکی و. د موراس باورونو په ملي کاتولېزم او یو موټي نشنلېزم پراخ اغېز درلود. د یو موټي نشنلېزم په برخه کې یو له هغو اصلي اصولو چې موراس وړاندې کړ دا و چې «یو واقعي ملت پال د خپل هېواد له هر څه لوړ بولي». د یوه سیاسي نظریه ورکوونکي په توګه ، نوموړي د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په اروپا کې پراخ فکري اغېز درلود او نظریاتو یې په ښي اړخو څو افراطي ایډیالوژیو اغېز وکړ او همدارنګه یې د فاشېزم یو شمېر نظریات له وړاندې ترسیم کړل.[15]
چټک مالومات شارل موراس, د شخص معلومات ...
شارل موراس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۰ اپرېل ۱۸۶۸[1][2][3][4][5][6][7][8][9] |
مړینه | 16 نومبر 1952 (84 کاله)[10][1][2][3][5][6][7][8][9] |
تابعیت | فرانسه |
طبی کیفیت | بہرا پن |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | خبريال [11]، سياستوال [11]، شاعر [11]، ليکوال [12][11]، فیلسوف |
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي ژبه [13][14] |
مؤثر | ارستو |
خوځښت | نيو کلاسيکيزم ، پوزیټویزم ، سام دوښمني (يهود مخالفت) |
لاسليک | |
سمول |
تړل