سوفيست
From Wikipedia, the free encyclopedia
سوفيست يا سوفيسط (په يواني ژبه: σοφιστής ) په لرغوني يونان او لرغوني روم کې هاغه ځانگړو استادانو ته وېل کېدل چې د فلسفې په فصاحت او بلاغت اړخ باندې برلاسي و . که څه هم ځينې سوفيستانو د سندارا (موسيقۍ) ، ورزښت ، او شمېرپوهنې څانگو سبقونه ورکول خو په ټولگړې توگه يې ځوانو سياستوالو ، حکومتوالو ته د ارېته يا (ارېتس) زده کړې ورکولې ، چې موخه يې د هرچا څخه د بهتر ځان گڼل و. سوفيستانو په لومړي سر کې د بډايه او نوموتو کورنيو غړو ته د ښو زده کړو ورزده کول پر مخ وړل ، چې وروسته بيا د سقراط ، افلاطون او زېنوفون لخوا د دوی دغه کړنې وغندل شوې. برسېره پر دوی باندې د نيوکو دغو ځانگړو استادانو (سوفيسطانو) خپلو کړنو ته په ځانگړي توگه د روم د تاريخي پير په کلونو کې چې د دوهم سوفيسطي پیر په نوم شهرت لري وروسته دوام ورکړ. په دغو سوفيستانو باندې ډېرې درندې نيوکې د افلاطون او ارستو لخوا روانې وې .