سامويل ګريډلي هاو
From Wikipedia, the free encyclopedia
سامويل ګريلي هاو (۱۰ نومبر ۱۸۰۱ – ۹ جنوري ۱۸۷۶) يو امریکايي ډاکټر، د مريتوب د ختمولو پلوی او د ړندو لپاره د زده کړې يو ملاتړی و. هغه د «پرکينز انسټيټوټ» جوړونکی او لومړی مدير و. په ۱۸۲۴ز کال کې هغه یونان ته ولاړ، څو په انقلاب کې د جراح په توګه کار وکړي؛ هغه همدا راز د سرتېرو مشري هم وکړه. نوموړي د کډوالۍ د سمبالښت د ملاتړ لپاره کار وکړ او ګڼ يوناني ماشومان يې د زده کړې لپاره له ځانه سره بوسټن ته راوستل.[4]
سامويل ګريډلي هاو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۰ نومبر ۱۸۰۱[1][2][3] |
مړینه | 9 جنوري 1876 (75 کاله)[1][2][3] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ښځه | جولیا وارډ هاو |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | طبیب |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د یونان د خپلواکۍ جګړه |
سمول |
هغه چې د مريتوب يو مخالف و، يو له هغو درې کسانو و چې په ۱۸۶۳ز کال کې د جګړې وزير د امريکا د خپلواکۍ د پلټنې کميسیون لپاره ټاکل شوي وو، څو د ازادۍ له اعلان وروسته په سويل کې د ازادو شويو شرايطو پلټنه وکړي، او دا سپارښتنه وکړي چې له دوی سره د خپلواکۍ پر لور لېږد کې څه ډول مرسته وشي. سويل ته پر سفر سربېره، «هاو» کاناډا لويديځ (اوسنۍ اونټيريو، کاناډا) ته هم سفر وکړ، چېرته چې زرګونه پخواني مريان د ازادۍ لپاره تښتېدلي او هلته يې له سره نوی ژوند پيل کړی و. هغه په کاناډا کې له ازادو خلکو او تر څنګ يې له حکومتي مسئولينو سره مرکې وکړې.