سامويل جانسن
From Wikipedia, the free encyclopedia
سامويل جانسن د ۱۷۰۹ ز کال د سپټمبر له ۱۸ (د پخواني سيستم سپټمبر ۷) څخه د ۱۷۸۴ ز کال د ډسمبر تر ۱۳ نېټې پورې ژوند وکړ. نوموړی چې زياتره په ډاکتر جانسن سره يادېږي، يو انګليسي ليکوال و چې د يوه شاعر، ډرامه ليکونکي، مقاله ليکونکي، اخلاقپوه، کره کتونکي (نقاد)، ژوند ليک ليکونکي، سموونکي او قاموس ليکونکي په توګه يې اوږد مهاله مرستې وکړې. نوموړی د انګليس کليسا يو پاک او د توري Tory ډلې ژمن غړی و. د ملي ژوند ليک اکسفورډ قاموس، نوموړی «د انګليستان په تاريخ کې د تورو [ليکونو؟] د تر ټولو ځانګړي شخص» ګڼي. Walter Jackson Bate «د سامويل جانسن ژوند: Life of Samuel Johnson» تر سرليک لاندې د James Boswell [کتاب؟] «په ټولو ادبياتو کې د ژوند ليکنې هنر يوازينی تر ټولو نامتو کار» وګاڼه. [1][2][3]
سامويل جانسن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د لویې بریتانیا پاچاهي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
جانسن چې د Staffordshire په Lichfield کې زېږېدلی دی، د اکسفورډ پوهنتون Pembroke College کې يې تر هغې وخته پورې ګډون وکړ، چې د مالي سرچينو د کمښت له امله يې پرېښود. د ښوونکي په توګه له کار کولو څخه وروسته لندن ته لاړ او هلته يې «د مجلې: Gentlemen Magazine» لپاره ليکل پيل کړل. د هغه لومړني کارونه «د ريچارد ژوند: Life of Mr Richard»، د لندن (London) شعر، د انساني هيلو بې ګټېتوب (The Vanity of Human Wishes) او د ايرنه (Irene) لوبه او ننداره دي. له نهه کلنو څخه وروسته په ۱۷۵۵ز کال کې د جانسن «د انګليسي ژبې قاموس:A Dictionary of English Language » شو، چې د معاصرې انګيسي په اړه يې پراخه اغېزې لرلې او د پوهې برخه کې يوازينۍ تر ټولو ستره لاسته راوړنه وګڼل شوه. ۱۵۰ کلونه وروسته د اکسفورډ انګليسي قاموس تر راتګ پورې، د جانسن قاموس ممتاز يا پورته و. د هغه وروستي کارونه مقالې، «د ويليم شکسپير نندارې:The Plays of William Shakespeare ) او «د Abissinia د شهزاده Rasselas تاريخچه: The History of Rasselas, Prince of Abissinia» دي. لکه څرنګه چې جانسن په «د سکاتلېنډ لويديځو ټاپوګانو ته يون: A Journey to the Western Islands of Scotland» کې بيان کړي دي؛ نوموړی په ۱۷۶۳ ز کال کې له James Boswell سره ملګری شو، چې سکاتلېنډ ته يې ورسره يون وکړ. د نوموړي د ژوند پای ته نږدې د اولسمې او اته لسمې پېړيو يو لوی او با نفوذه «د تر ټولو غوره انګليسي شاعرانو ژوند:Lives of the Most Eminent English Poets» [کتاب] چاپ شو. [4][5]
لوړ او پياوړي جانسن حرکي ژبه داسې کاروله، چې ورسره کتنه کې يې ځيني خلک حيران کړل. د بوسويل ژوند (Boswell’s Life) د نورو ژوندليکونو تر څنګ د جانسن کړه وړه او عادت په داسې شرحې سره مستند کړل، چې دوی له مړينې څخه وروسته د Tourette سنډروم د تشخيصولو يا موندنې خبر ورکړ. دا حالت لا تر اوسه په اتلسمه پېړۍ کې نه و موندل شوی. نوموړی له بېلابېلو ناروغيو څخه وروسته د ۱۷۸۴ کال د ډسمبر د ۱۳ نېټې په ماښام مړ شو او په Westminster هديره کې ښخ کړای شو. سله دې څخه وروسته نوموړي ته په زياتېدونکي ډول د داسې شخص په سترګه کتل کېدل، چې پر ادبي کره کتنه باندې يې اوږدمهال اغېز درلود او ان د انګليسي ادبياتو يوازينی رښتينی او ستر کره کتونکی وګڼل شو. [6][7]