روزا پارکس
From Wikipedia, the free encyclopedia
روزا لویس مک کاولي پارکس (انګلیسي: Rosa Louise McCauley Parks) (۱۹۱۳ ز، د فبروري ۴مه – ۲۰۰۵ز، د اکتوبر ۲۴مه) د مدني حقونو په غورځنګ کې یوه امریکایۍ فعاله وه چې د مونټګومري په بس بایکاټ کې د هغې د مهم رول له امله مشهوره شوې ده. د متحده ایالاتو کانګرس د "مدني حقونو د لومړۍ مېرمنې" او "د آزادۍ غورځنګ د مور" په توګه د نوموړې ستاینه کړې ده.[2]
روزا پارکس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
نسل | |
طبی کیفیت | عقل زوال (۲۰۰۴–) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | د مدني حقونو خوځښتونه [1]، مدني او سياسي حقونه [1]، توکمیز بیلوالی (توپیر) [1] |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
د ۱۹۵۵ ز کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه د الاباما ایالت په مونټګومري ښار کې، مېرمن پارکس د بس چلوونکي جیمز ایف بلیک هغه امر رد کړ، چې د یوه سپین پوستي مسافر لپاره د "رنګین پوستانو" په برخه کې د څلورو چوکیو یو کتار د "سپین پوستانو" د برخې له ډکېدو وروسته خالي کړي. پارکس لومړنۍ هغه څوک هم نه وه چې په بسونو کې یې له نژادي تبعیض او بېلوالي سره مقاومت کاوه، مګر د رنګین پوستانو د پرمختګ ملي ټولنه (NAACP) په دې باور وه، چې نوموړې د الاباما د نژادي یا توکمیز بېلوالي له قوانینو نه د سرغړونې په برخه کې د مدني نافرمانۍ له امله د هغې له نیولو وروسته په محکمه کې د لیدل کېدو لپاره تر ټولو غوره څېره وه او هغې د تور پوستانو د ټولنې له لوري د یوه کال لپاره د مونټګومري بسونو له بایکاټ سره مرسته وکړه. دا قضیه په ایالتي محکمو کې همداسې پاتې شوه، مګر د "براوډر او ګیل" تر نوم لاندې د مونټګومري فدرالي بس محاکمې د ۱۹۵۶ زکال په نومبر کې پرېکړه وکړه، چې په بسونو کې توکمیز بېلوالی د متحده ایالاتو د اساسي قانون د ۱۴ تعدیل د مساوي خوندیتابه د بند له مخې د اساسي قانون خلاف چاره ده.[3][4][5]
د پارکس دا سرغړونه او د مونټګومري بس بایکاټ د دغه خوځښت پر مهمو سمبولونو بدل شول. نوموړې د نژادي توپیر پرضد د مقاومت پر یوه نړیواله نښان بدله شوه او د اډګر نیکسون او مارتین لوتر کینګ جونیر په ګډون د مدني حقونو له مدافع رهبرانو سره یې همکاري وکړه. پارکس هغه مهال په یوه سیمه ییز پلورنځي کې د ښځینه خیاطې په توګه کار کاوه او د رنګین پوستانو د پرمختګ د ملي ټولنې (NAACP) د مونټګومري څانګې منشي یا سکرتره وه. هغې په هایلینډر فلک روزنځي کې، چې په ټینسي کې د کارګرانو د حقونو او نژادي مساواتو لپاره د فعالینو د روزنې مرکز و، ګډون کړی و. که څه هم نوموړې په وروسته کلونو کې په پراخه کچه وستایل شوه، خو د خپلو کړنو له کبله یې ډېر زیانونه هم ولیدل. نوموړې له دندې ګوښه شوه او وروسته بیا د څو کلونو لپاره د مرګ ګواښونه هم ورته وشول. تر بایکاټ لږ وروسته نوموړې ډیټرویټ ښار ته ولاړه، چېرته چې هغې د لنډې مودې لپاره یوه ورته دنده وموندله. له ۱۹۶۵ ز کال نه تر ۱۹۸۸ ز کال پورې، هغې د یوه افریقایي-امریکایي استازي جان کونیرز د سکرترې په توګه دنده ترسره کړه. نوموړې د "تور ځواک" په غورځنګ او دغه راز په امریکا کې د سیاسي بندیانو په ملاتړ کې هم فعاله وه.[6]
پارکس له تقاعد وروسته خپل ژوندلیک ولیکه او ټینګار یې کاوه چې د عدالت لپاره په مبارزه کې باید لا ډېر کار وشي. هغې په ملي کچه نوم او نښان وګاټه، چې په کې د رنګین پوستانو د پرمختګ د ملي ټولنې (NAACP) د ۱۹۷۹ ز کال سپینګارن مډال، د آزادۍ لپاره د ولسمشرۍ مډال، د کانګرس د سرو زرو مډال، او د متحده ایالاتو د پلازمینې د ملي مجسمې په تالار کې تر مړینې وروسته مجسمه یې پکې د یادولو وړ دي. په ۲۰۰۵ز کال کې د هغې له مړینې وروسته، نوموړې لومړنۍ ښځه وه چې د کانګرېس د جرګو د ودانۍ په ګومبزه (Capitol Rotunda) کې په افتخاري توګه خاورو ته وسپارل شوه. کالیفورنیا او میسوري د فبروري ۴مه، چې د هغې د زیږون ورځ ده، د روزا پارکس د ورځې په توګه نمانځي او اوهایو، اوریګون او ټیکساس د ډسمبر لومړۍ نېټه د هغې د نیول کېدو د کلیزې په توګه نمانځي.[7][8]