![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/5/54/Roger_Sherman_1721-1793_by_Ralph_Earl.jpeg/640px-Roger_Sherman_1721-1793_by_Ralph_Earl.jpeg&w=640&q=50)
راجر شرمن
From Wikipedia, the free encyclopedia
راجر شرمن ( ۱۷۲۱، د اپريل ۱۹ – ۱۷۹۳ ز، د جولای ۲۳) يو امريکايي سياستدان، قانون پوه او د متحده ايالاتو د جوړوونکو له ډلې يو و. هغه يوازینی کس دی چې د متحده ايالاتو ټول څلور واړه سترې ايالتي پاڼې يې لاسليک کړې، چې هغه دا دي: د لويې وچې تړون، د خپلواکۍ اعلاميه، د کانفډريشن مادې او اساسي قانون. هغه په ۱۷۷۴ز کال کې، د پاچا په نوم غوښتنلیک هم لاسليک کړی و.[5]
راجر شرمن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۹ اپرېل ۱۷۲۱[1][2][3][4] |
مړینه | 23 جولای 1793 (72 کاله)[1][2][3][4] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ، قانونپوه ، قاضي ، ډیپلوماټ ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ![]() |
لاسليک | |
سمول ![]() |
هغه د ماساچوسټ په نيوټن کې زېږېدلی و، سره له دې چې شرمن رسمي زده کړې نه وې کړې، هغه د «کانکټيکاټ» په «ليچفيلډ» ولسوالۍ کې خپل مسلک د قانون په برخه کې رامنځ ته کړ. د کانکټيکاټ د استازو په مجلس کې د يوې مودې له تېرولو وروسته، هغه له ۱۷۶۶ز کال څخه تر ۱۷۸۹ز کال پورې د کانکټيکاټ د سترې محکمې د قاضي په توګه دنده ترسره کړه. هغه د لويې وچې په کانګريس کې د کانکټيکاټ استازولي وکړه او د لويې وچې پر ټولنه يې لاسليک وکړ، دې ټولنې د بریتانيې له خوا د نه زغم وړ کارونو له تپلو وروسته، د بریتانيې په وړاندې پريکون ته لاره هواره کړه. هغه د هغو پنځو کسانو د پلاوي غړی و، چې د خپلواکۍ د اعلاميې مسوده يې چمتو کړه. نوموړي وروسته د کانفډريشن مادې او د متحده ايالاتو اساسي قانون لاسليک کړ.[6]
شرمن په ۱۷۸۷ز کال کې د فلاډيلفيا کانوانسيون کې د استازي په توګه خدمت وکړ، کوم چې د متحده ايالاتو اساسي قانون جوړ کړ. له بنجامين فرانکلين وروسته، نوموړی په کنوانسيون کې تر ټولو زوړ «عمر خوړلی» حاضر استازی و. هغه حکومت ته د مالياتو د راټولولو او سوداګرۍ د منظمولو د واکونو د ورکولو پلوي وکړه، خو په لومړي سر کې يې د کانفډريشن د اصولو د بديل په توګه د نوي اساسي قانون له هڅو سره مخالفت څرګند کړ. په پای کې هغه د نوي اساسي قانون له جوړولو سره موافقه وکړه او د کانکټيکاټ د پخلاينې وړانديز یې وکړ. دې وړانديز د سترو او کوچنيو ايالتونو تاييد خپل کړ. د اساسي قانون له تصويب وروسته، له ۱۷۸۹ څخه تر ۱۷۹۱ز کال پورې شرمن د متحده ايالاتو د استازو په مجلس کې د کانکټيکاټ استازيتوب وکړ. هغه له ۱۷۹۱ز کال څخه تر۱۷۹۳ز کال پورې یعنې تر مرګه پورې د متحده ايالاتو د سنا په مجلس کې کار وکړ.