د چين او فرانسې جګړه چې د Tonkin جګړې او Tonquin جګړې په نوم هم پېژندل کېږي، يوه محدوده جګړه وه چې د 1884ز کال د اګست د مياشتې څخه د 1885ز کال د اپريل تر منځ پېښه شوې وه. د جګړې هېڅ اعلان نه و شوی. چينايي پوځونو په نولسمه پېړۍ کې د نورو جګړو په پرتله ښه فعاليت وښود، او جګړه په ځمکه د فرانسويانو په شاتګ او د چين په حق کې شوي چلند سره پای ته ورسېده. په هر حال، د بهرني ملاتړ د کمښت له امله، فرانسوي سمندري پیاوړتيا، او په شمال کې د روسيې او جاپان له خوا ګواښونو چين اړ کړ چې مذاکرات پيل کړي. چين په Tonkin (شمالي ويتنام) کې خپل اغېز فرانسې ته وسپاره او Annam (تحت الحماية) سره د فرانسې ټول تړونونه يې ومنل، کوم چې په دې ډول د فرانسې تحت الحماية وګرځېد. دې جګړې په چینايي حکومت د ټولواکمنې «Dowager Cixi» واکمني پياوړې کړه، خو په پاريس کې يې د لومړي وزير «Jules Ferry» حکومت نسکور کړ. دواړو خواوو د «Tientsin» تړون تايید کړ. د «Lloyd Eastman» په وينا "هېڅ دولت ديپلوماتيکه ګټه ونه کړه".[2][3][4]
چټک مالومات عمومي معلومات, ځای ...
تړل