د چینګ کورنۍ
From Wikipedia, the free encyclopedia
د چینګ کورنۍ (په انگرېزي کې: /ˈtʃɪŋ/ CHING)، او رسماً لوی چینګ، د مانچو په مشرۍ د چین شاهي یا امپراطوري کورنۍ وه او د چین په تاریخ کې وروستۍ ارتودوکس کورنۍ وه. دې کورنۍ د وروستي جین د کورنۍ له خوا ظهور وکړ، او د جیانژو جورچین Jianzhou Jurchens له خوا رامنځته شوه چې د جورچین نور توکمونه یې سره یو ځای کړه ترڅو د نوي «مانچو» توکمیز هویت رامنځته کړي. دې کورنۍ په ۱۶۳۶ کال کې په رسمي توګه په منچوري (د اوسني شمال ختیځ چین او بهر منچوري) کې ځان څرګند کړ. په ۱۶۴۴ کې يې د بیجینګ کنټرول ترلاسه کړ، او وروسته یې خپلې واکمنۍ ته په ټول چین او تایوان او په پای کې په داخلي اسیا کې پراختیا ورکړه. دې کورنۍ تر ۱۹۱۲ پورې دوام وکړ او بیا د شینهای په انقلاب کې نسکوره شوه. د چیني ارتودوکس په تاریخ لیکنې کې، د چینګ کورنۍ د مینګ کورنۍ نه مخکې وه او تر هغه وروسته د چین جمهوریت و. د چینګ څو توکمیزې سترواکۍ نږدې درې پیړۍ دوام وکړ او د عصري چین لپاره یې ځمکنی بنسټ جوړ کړ. د چین په تاریخ کې دا ترټولو لویه شاهي یا امپراطوري کورنۍ وه او د نړۍ په تاریخ کې په ۱۷۹۰ کې د ځمکې د اندازې له مخې څلورمه لویه امپراتورۍ وه. هغه مهال په ۱۹۰۷ کې د ۴۱۹،۲۶۴،۰۰۰ اتباعو په درلودلو سره د نړۍ ترټولو ډېر نفوس لرونکی هیواد و.
د ایسین-ګیورو د جرګې مشر نورهاچي د شپاړلسمې پیړۍ په وروستیو کې، د «بنرونو» چې نظامي - ټولنیز واحدونه وو او مانچو، هان او مغول پکې شامل وو، تنظیمول پیل کړه. د مانچو د توکمیز هویت د رامنځته کولو په پار نورهاچي متحدې قبیلې رامنځته کړې او په ۱۶۱۶ کال کې یې په رسمي توګه د جین کورنۍ تاسیس کړه. د هغه زوی هونګ تایجي د کورنۍ نوم «لوی چینګ» ته بدل کړ او په ۱۶۳۶ کال کې یې پاچاهۍ پر امپراتورۍ بدله کړه. خو د مینګ جنرال وو سانګویي په ۱۶۴۴ کې، د نایب السلطنه شهزاده دروګون لښکرو ته د شانهای لاره خلاصه کړه، چې یاغیانو ته یې هم ماتې ورکړې، پلازمینه یې ونیوله او حکومت یې هم په لاس واخیست. بشپړه فتحه تر ۱۶۸۳ پورې په جنوب کې د مينګ د وفادارانو مقاومت او د درېيو فيوډاټوریانو پاڅون وځنډوله. د کانګشي سترواک (۱۶۶۱- ۱۷۲۲) کنټرول په لاس واخیست، د مانچو هويت يې وساته، له تبتي بوداييزم نه يې ملاتړ وکړ او د کنفوسيوس واکمن دنده یې په ښه توګه پر مخ یوړه. د هان چارواکو د مانچو چارواکو تر نظر لاندې او یا له هغوی سره په موازي توګه کار کاوه. همدارنګه دغې کورنۍ د باج ورکولو یا خراجي سیسټم هم پر بهرنیو هېوادونو لکه کوریا او ویټنام باندې ددې لپاره پلي کړ ترڅو چې خپله برترۍ یا ځواک وروښيي، په داسې حال کې چې پر تبت، مغولستان او سین کیانګ کې یې هم خپل کنټرول ټینګ کړ.
چینګ کورنۍ د سترواک چيانګ لونګ (۱۷۳۵- ۱۷۹۶) د واکمنۍ پر مهال د خپل عظمت او ځواک اوج ته ورسېده. هغه د لسو سترو لښکر کشیو مشري وکړه او د چینګ کنټرول او ځواک یې تر داخلي اسیا پورې ورساوه او په خپله یې د کنفوسیوس له کلتوري پروژو نه څارنه کوله. کله چې هغه مړ شو نو تر هغه وروسته، دا کورنۍ د نړۍ په سیسټم کې له بدلونونو، بهرنیو لاسوهنو، داخلي بغاوتونو، د نفوس ودې، اقتصادي ګډوډۍ، اداري فساد، او د نوي فکر جوړولو او د ذهنیت د بدلولو لپاره د کنفوسیوس د اشرافو له مخالفت سره مخ شوه. د سولې او سوکالۍ په دورې کې نفوس شاوخوا ۴۰۰ میلیونو ته لوړ شو، خو د دولت مالیات او عواید لږ ټاکل شوي و چې همدا د مالي ناورین د رامنځته کېدو لامل شو. کله چې چین د تریاکو په جګړو کې ماتې وخوړه، نو تر هغه وروسته لویدیځو استعماري ځواکونو د چینګ حکومت دې ته اړ کړ چې «غیر مساوي تړونونه» لاسلیک کړي، او د سوداګرۍ امتیازات او د تړون اړوند بندرونه ددوی تر کنټرول لاندې راغلل. د تایپینګ بغاوت (۱۸۵۰-۱۸۶۴) او په منځنۍ اسیا کې د دونګان پاڅون (۱۸۶۲-۱۸۷۷) ددې لامل شو چې د قحطۍ، ناروغۍ او جګړې له امله تر ۲۰ میلیونو ډېر خلک مړه شي.
په ۱۹۰۰م کال کې د بهرنیانو ضد «بوکسرانو» دېری چیني مسیحیان او بهرني مبلغین ووژل؛ د دې کار غچ اخیستنې لپاره بهرنيو ځواکونو پر چین برید وکړ او د بوکسرانو د کار غرامتي تاوان یې پرې تحمیل کړ. په ځواب کې، دولت بې مخینې مالي او اداري اصلاحات لکه ټاکنې، نوی اساسي قانون او د آزمېښتي سیسټم لغوه کول، پیل کړل. سون یاټ سن او انقلابیانو د کانګ یووي او لیانګ کیچائو په څېر مشروطه سلطنت غوښتونکو او اصلاح غوښتونکو سره د هان یوه مډرن ملت ته د منچو امپراتورۍ بدلولو په هکله خبرې اترې وکړې. په ۱۹۰۸م کال کې د امپراتور ګوانګسو او سیکسي له مړینې وروسته، د مانچو محافظه کاران په ماڼۍ کې د اصلاحاتو مخې ته خنډ شول او اصلاح غوښتونکي او ځایي اشراف یې له ځانه لرې کړل. د ۱۹۱۱م کال د اکټوبر ۱۰مه کې د ووچانګ پاڅون د شینهای انقلاب لامل شو. د ۱۹۱۲م کال د فبروري په ۱۲مه د وروستني امپراتور، پویي لرې کېدلو سره دا لړۍ پای ته ورسېده. په ۱۹۱۷م کال کې، په یوه ځای کې د مانچو انقلاب په نوم په خلاصه توګه ورغول شوه، خو دا د چین جمهوریت د بییانګ دولت او د نړیوالې ټولنې یوه هم په رسمیت ونه پېژنده.