From Wikipedia, the free encyclopedia
پارس امپراتوري (د پارس امپراطوري) [1] د دوو لرغونو واکمنیو لپاره یوناني نوم دی چې مرکز یې په ننني ایران کې وو. د هغو واکنمیو په منځ کې یوه دوره (تقريبا ۵۰۰ کاله) چې په کې د پارسې امپراتوري د سلوکیانو او وروسته اشکانیانو په لاس کې وه. خو د هخامنشیانو په وخت کې خلکو خپل هېواد د حکمران د نوم په مطابق یادوه (د کوروش واکمنی، د داریوش واکمنی ...) کله چې د پارسې امپراتوري د ساسانیانو په لاس کې وو نو د پارسې امپراتوري لپاره نوي نوم اېران شهر منځ ته راغلی چې په پښتو کې د آريايي واکمني معني لري. ساسانيانو دغه نوم اېران شهر مثلا په خپلو سکو کې وهل او په ډبرو کې حک کول. پارسه په رېښتیا کې د هخامنشیانو د پلازمېنې نوم وو چې یونانيانو او وروسته نورو ولسونو د ټول هېواد لپاره د نوم په توکه کارول.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.