د ټاپي پروژه
د طبیعي ګاز پایپ لاین / From Wikipedia, the free encyclopedia
د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د نومونو د لومړنیو تورو لنډیز دی؛ ددې هېوادونو ترمنځ د غازو نللیکې ته وایي چې د (۲۰۱۵، ۱۳، ۱۲مه میاشت یې د کار پیلېدا عملي جنبې تړون د اړوندو هېوادونو هېواد مشرانو ترمنځ د ترکمنستان په عشق اباد کې لاسلیک شو. ددې پروژې د گټې اخېستنې وروستۍ نیټه د ۲۰۱۹ کال تر پایه پورې اټکل شوې. د دې پروژې ټول ظرفیت به شاوخوا (90 MMSCMD) پورې وي چه له دې څخه به (38 MMSCMD) پاکستان ته (38 MMSCMD) هندوستان او پاتې (14 MMSCMD) به افغانستان ته ورکول کیږي. ویل کیږی چې دا پروژه به تقریبا ۳۰ کاله دوام وکړي او په دې کې به شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته په افغانستان کې د کار کولو زمینه مساعده شي. د ترکمنستان هيواد چې د گازو خورا سترې زيرمې لري، په ١٣٦٨لمريز کال کې يوه داسې طرحه وړاندې کړه چې له مخې به یې له دغه هېواده د گازو يوه اوږده نلليکه د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته وغځول شي او په دې توگه به د ترکمنستان گاز د پاکستان او هند بازارونو ته لار پيدا کړي.
د ټاپي پروژه Turkmenistan–Afghanistan–Pakistan–India Pipeline | |
---|---|
![]() ددې پايپ لاين هغه لاره چې تجويز شوې ده | |
موقیعیت | |
هېواد | ترکمنستان افغانستان پاکستان هند |
مسیر | شمال-جنوب |
پیل | Iolotan gas field، ترکمنستان |
ترمنځ | هرات کندهار کوټه ملتان |
تر | فضيلکه، هند |
څنګ کې تیرودونکې لاره | د کابل کندهار لویه لار |
عمومي مالومات | |
ډول | طبیعي غاز |
Technical information | |
اوړدوالی | ۱٬۷۳۵ kم (۱٬۰۷۸ ميل) |
Maximum discharge | په يو کال کې 27 بلين مکعب ميټر |