د نفوسو له مخې، د نړۍ د مذهبونو نوملړ
From Wikipedia, the free encyclopedia
د امريکا د احصايې ادارې د ۲۰۱۷ زېږديز کال د وګړشمېرنې پر بنسټ، په ټولې نړۍ کې د انسانانو شمېر اووه مليارده او شپږ سوه ميليونه (7,600,000) دی.
د دې شمېرنې پر بنسټ، مسيحيان د نړۍ ۳۲٫۸۹٪ وګړي تشکيلوي، چې خپله دا دين پر څو ډلو لکه: رومي کاتوليک ۱۸٫۸۵٪، پروتستان ۸٫۱۵٪، ارتدکېس ۴٫۹٪ وانګلیکان ۱٪ وېشل شوی.
مسلمانان ۲۳٫۶۸٪، هندويزم ۱۱٫۸۴٪، بوديزم ۶٫۷۷٪، سيک ۰٫۳۵٪، يهوديت ۰٫۲۲٪، بهايي ۰٫۱۱٪ او نور دينونه ۱۰٫۹۵٪ وګړي تشکيلوي.
د شمېرنې پر اساس د نړۍ ۱۴٫۴۷٪ نفوس بې دينه دي.