د انګلستان دوم چارلز
From Wikipedia, the free encyclopedia
دویم چارلز (د ۱۶۳۰ ز کال د مې له ۲۹مې – د ۱۶۸۵ ز کال د فبروري تر ۶ مې) له ۱۶۴۹ کال نه تر ۱۶۵۱ ز کال پورې د سکاتلنډ پاچا او د ۱۶۶۰ز د شاهي نظام د بیا رغېدو نه په ۱۶۸۵ ز کال کې تر خپلې مړینې پورې د سکاتلنډ، انګلستان او آیرلنډ پاچا و.
د انګلستان دوم چارلز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | لندن |
مړینه | لندن |
تابعیت | برېتانيا [1] |
پلار | |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
دویم چارلز، د انګلستان، سکاتلنډ او آیرلنډ د لومړي چارلز او د فرانسوي هینریتا ماریا ترټولو مشر ژوندی پاتې زوی و. د ۱۶۴۹ ز کال د جنورۍ په ۳۰ مه په وایټ هال کې د لومړي چارلز تر اعدام وروسته او د انګلستان د کورنۍ جګړې په اوج کې، د ۱۶۴۹ز کال د فبروري په ۵ مه نېټه د سکاتلنډ پارلمان دویم چارلز د پاچا په توګه اعلان کړ، خو انګلستان د لنډ مهاله واک یا د مشترک المنافع تر نامه لاندې یوې دورې ته ننوت چې په حقیقت کې د اولیور کروم ویل تر مشرۍ لاندې یو جمهوریت را منځ ته شو. د ۱۶۵۱ ز کال د سپټمبر د ۳ نېټې د ورسیسټر په جګړه کې، کروم ویل دویم چارلز ته ماتې ورکړه او چارلز د اروپا وچې ته وتښتید او کرومویل د انګلستان، سکاتلنډ او آیرلنډ بالقوه دیکتاتور شو. چارلز نهه راتلونکي کلونه په فرانسه، د هالنډ جمهوریت او هسپانوي هالنډ کې په جلاوطنۍ کې تېر کړل. په ۱۶۵۸ ز کال کې د کروم ویل مړینه چې د سیاسي ناورین نه وروسته را منځ ته شوه، د شاهي نظام د بیا درېدو لامل شو او چارلز ته بلنه ورکړل شوه چې بریتانیا ته راستون شي. د ۱۶۶۰ز کال د مې د میاشتې په ۲۹ مه نېټه، چې د هغه د ۳۰ کلیزې له ورځې سره سمون خوري، نوموړي په لندن کې د خلکو له ښه راغلاست سره مخامخ شو. له ۱۶۶۰ ز کال وروسته، ټول قانوني اسناد چې د واکمنۍ کال بیانوي، داسې وړاندې شول چې ګواکې نوموړی په ۱۶۴۹ز کال کې د خپل پلار ځای ناستی شوی دی.
د چارلز د واکمنۍ انګلیسي پارلمان د کلرینډن کوډ په نوم قوانین تصویب کړل چې د انګلستان د بیا تاسیس شوې کلیسا د دریځ د لوړولو لپاره طرح شوي وو. چارلز د کلرینډن کوډ ته غاړه کېښوده که څه هم نوموړي د مذهبي زغم سیاست غوره ګاڼه. د هغه د واکمنۍ په لومړیو کې د بهرني سیاست لویه ستونزه د انګلیس - هالنډ دویمه جګړه وه. نوموړي په ۱۶۷۰ز کال کې، د ډوور له تړون سره هوکړه وکړه، چې د هغه د تره له زوی د فرانسې پاچا څورلسم لویز (څورلسم لویي) سره یووالی و. لویز هوکړه وکړه چې د انګلیس - هالنډ په درېیمه جګړه کې له نوموړي سره مرسته کوي او له هغه نه به مالي ملاتړ کوي او چارلز په پټه توګه ژمنه وکړه چې په ناڅرګنده راتلونکي نېټه کې خپل دین کاتولیکزم ته اړووي. چارلز هڅه وکړه چې د ۱۶۷۲ ز کال د زغم د شاهي اعلامیې له لارې د کاتولیکانو او پروتستانتو ناراضو لپاره دیني آزادي وړاندې کړي، خو انګلیسي پارلمان نوموړی دې ته اړ کړ چې له خپل هوډ نه په شا شي. په ۱۶۷۹ ز کال کې، د تایټس اوتس د سیسې له خوا د رازونو را برسېره کولو هغه وخت د ایستن (محرومیت) ناورین رامنځته کړ چې دا څرګنده شوه چې د چارلز ورور د یارک ډوک او احتمالي وارث جیمز، رومي کاتولیک دین ته اوښتی. دا ناورین د جلاوطنۍ پلوه وېګ ګوند او د جلاوطنۍ ضد توري ګوند د را منځ ته کېدو لامل شو. چارلز د توري ګوند سره یو ځای شو او په ۱۶۶۳ ز کال کې د چارلز او جیمز د وژلو د رای هاوز د سیسي له را برسېره کېدو وروسته، د ویګ ځینې مشران اعدام یا جلاوطنۍ ته اړ شول. چارلز انګلیسي پارلمان په ۱۶۸۱ ز کال کې منحل کړ او په ۱۶۸۵ز کال کې تر خپلې مړینې پورې نوموړی یوازې حکومت وکړ. ویل کېږي چې د مړینې په بستر کې نوموړی د کاتولیک کلیسا ته اوښتی و.
چارلز چې په دودیز ډول له خورا مشهورو انګلیسي پاچاینو نه ګڼل کېږي، د میري پاچا په نوم هم پېژندل کیږي ، چې د هغه د دربار ژوندیتوب او خوښي پلوه لیدلوري ته اشاره کوي. نوموړي د بېلابېلو معشوقو نه لږ تر لږه په ۱۲ نامشروع ماشومان منلي وو، مګر هېڅ مشروع بچی یې نه درلود او ورور یې، جیمز ځای ناستی شو. [2]