جېمز جي. بلېن
From Wikipedia, the free encyclopedia
جېمز ګیلېسپي بلېن (زوکړه د ۱۸۳۰ز کال د جنوري ۳۱مه ـــ مړینه د ۱۸۹۳ز کال د جنوري ۲۷مه) یو امریکایی د دولتي چارو ماهر او جمهوري غوښتونکی سیاستوال و چې امریکا د استازو په مجلس کې یې له ۱۸۶۳ز کال څخه تر ۱۸۷۶ز کال پورې د مېن (Maine ) ایالت استازولي وکړه، له ۱۸۶۹ز کال څخه یې تر ۱۸۷۵ز کال پورې د د متحده ایالاتو د استازو د مجلس د ویاند په توګه ، او له ۱۸۷۶ز کال څخه تر ۱۸۸۱ز کال پورې یې د متحده ایالاتو په سنا کې خدمت وکړ.
جېمز جي. بلېن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۳۱ جنوري ۱۸۳۰[1][2][3][4] |
مړینه | 27 جنوري 1893 (63 کاله)[1][2][3][4] واشنګټن ډي سي [5] |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
بلېن دوه ځله د باندنیو چارو د وزیر په توګه (په ۱۸۸۱ز کال کې، بیا له ۱۸۸۹ز څخه تر ۱۸۹۲ز کال پورې) خدمت وکړ، چې په دې سره له یوازې دوو هغو کسانو څخه ګڼل کېږي چې دغه مقام یې د دریو جلا ولسمشرانو تر ادارې لاندې لرلی دی (چې دویم کس دانیال وېبستر دی)، او په ۱۸۸۴ز کال کې له نوماندېدو مخکې یې په ۱۸۷۶ او ۱۸۸۰ز کال کې د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو په استازیتوب د نوماندۍ دوه ناکامې هڅې تر سره کړې. په عمومي ټاکنو کې هغه په لږ توپير سره د دېموکرات ګرور کلېولنډ له خوا ماتې وخوړه. بلېن د ۱۹مې پېړۍ د وروستیو یو مخکښ جمهوري غوښتونکی او په ګوند کې د ننه د منځلارې اصلاح غوښتونکې ډلې اتل و، چې د یادې ډلې لارویانو، وروسته په "دوه رګه" (Half-Breeds) شهرت وموند.
بلېن د لوېدیځې پېنسلوانیا په وېسټ برونسوېل ښارګوټي کې زیږېدلی دی او له کالج څخه وروسته یې مېن ته نقل مکان کړی دی، چېرته چې هغه د یوې ورځپاڼې چلوونکی شو. هغه ته چې د مقناطیسي سړي تخلص ورکړل شوی و، په یوه داسې دوره کې چې وینا والي پکې له لوړ ازښت څخه برخمنه وه، یو جذباتي وینا وال و. هغه خپله سیاسي حرفه د جمهوري غوښتونکي ابراهام لېنکن او د امریکا په داخلي جګړه کې د اتحاد د جګړې د هلو ځلو د یو لومړني ملاتړي په توګه پیل کړه. په بیا رغونه کې، بلېن د تور پوستو د رایې د حق ملاتړی و، اما د راډيکالو جمهوري غوښتونکو د ځینو غوسه پاروونکو اقداماتو مخالف و. هغه په لومړیو کې د لوړو تعرفو پلوي و، خو وروسته یې د تعرفې د راټیټولو او د نړیوالې سوداګري د پراختیا لپاره کار وکړ. د رېل د پټلي پراختیا او جوړول د هغه د دورې له مهمو موضوعاتو څخه وو، او د بلېن د ملاتړ او لېوالتیا د پایلې په توګه، هغه په پراخه کچه د رېل د پټلي د منشورونو په اعطا کولو کې، په ځانګړې توګه د مولیګان د مکتوبونو له رابرسېره کېدو سره په فساد تورن شو. دغو ادعاوو د نوموړي د ۱۸۸۴ز کال د ولسمشرۍ کاندیداتوري زیانمنه کړه.
کله چې بلېن د بهرنیو چارو وزیر و، یوه بدلېدونکې څېره وه، چې بهرنۍ پالیسۍ د ګوښه توب دورې ته یې د پام ټکي د اېښودو او د هغې امریکایي پېړۍ ظهور یې تر خپل سیوري لاندې ونیو، کومه چې د هسپانیا-امریکا تر منځ له جګړې سره پیل شوه. د متحده ایالاتو سوداګرۍ او نفوذ په پراخولو کې د هغه هڅو، د یوې ډېرې فعالي امریکايي بهرنۍ پالیسۍ ته په اوښتنه پیل وکړ. بلېن د متقابلې تعرفې یو مخکښ و او د لاتینې امریکا په چارو کې یې د لوړې کچې ښکېلتیا لپاره استدلال کاوه. بلېن چې یو توسعه غوښتونکی و، پالیسیو یې له یوې لسیزې په لږه موده کې، د ارام سمندر د مستعمرو د مستقرېدو او په کارابین باندې واکمنۍ ته لاره خلاصه کړه.