جیورج فیلیپ ټیلیمن
From Wikipedia, the free encyclopedia
جورج فیلیپ ټیلیمن د آلمان د باروک موسیقۍ کمپوز جوړوونکی او د موسیقۍ د ګڼو الاتو غږوونکی و. هغه په بشپړ ډول موسیقي په خپله زده کړه او د خپلې کورنۍ د هیلو پر خلاف موسیقي جوړوونکی شو. ټیلیمن په مګدبرګ، زیلرفیلډ او هیلډیشیم کې له زده کړو وروسته، لایپزز ک پوهنتون کې یې د حقوقو زده کړې پیل کړې، خو په پای کې د موسیقۍ مسلک ته یي مخه کړه. هغه مخکې له دې چې په ۱۷۲۱ز کال کې په هامبورګ کې میشت شي، په سوراو، ایزینچ او فرانکفورت کې مهمې دندې درلودې، او هلته د ښار د پنځو کلیساګانو د موسقۍ رییس شو. سره له دې چې ټیلیمن په خپلې دندې کې پرمختګ درلود، خو هغه شخصي ژوند کې تل له ستونزو سره مخامخ و: د هغه لومړۍ میرمن چې له واده يي دوه کاله له وو تېر شوي مړه شوه او د هغه دویمه میرمن له خاوند له جلا نورو سره اړیکې درلودې او د هغه پریښودو دمخه یي په قمار کې ډیرې پیسې پور کړې .
جیورج فیلیپ ټیلیمن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۴ مارچ ۱۶۸۱[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10] |
مړینه | 25 جون 1767 (86 کاله)[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15] هامبورگ [16][17][15] |
د مړینې لامل | سینه بغل |
هديره | هامبورگ |
تابعیت | سپېڅلې روم امپراتوري |
عملي ژوند | |
کاروونکي ژبه(ي) | جرمني ژبه [18][19] |
د کړنې څانګه | اوپرا |
خوځښت | باروک موسيقي |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې[20][21] | |
سمول |
ټیلیمن په تاریخ کې یو له خورا نامتو موسیقي جوړوونکو څخه دی. هغه د خپلو معاصرانو له خوا د هغه وخت یو له مخکښوالماني موسیقي جوړوونکو څخه ګڼل کیده، او همداشان د هغه له ملګري جوهان سیباستیان باخ سره، چې ټیلیمن یي د خپل پلار په توګه ګڼه او د خپل زوی نوم یې کارل فیلیپ ایمانویل کړ. هغه د خپلو دندو د یوې برخې په توګه، د ارګ موسیقي غږوونکو (ارکسټر) ته د روزنې لپاره خپلو لارښوونو سره سم موسیقۍ لیکلې .[22][23]