![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/a/a6/James_L_Farmer_Jr.jpg/640px-James_L_Farmer_Jr.jpg&w=640&q=50)
جیمز فارمر
From Wikipedia, the free encyclopedia
جیمز لیونارډ فارمر جونیر (۱۹۲۰ ز، د جنوري ۱۲مه – ۱۹۹۹ ز ، د جولای ۹مه) یو امریکایی مدني فعال او د مدني حقونو د غورځنګ مشر و "چې د توکمیز تبعیض او بېلتون له منځه وړلو لپاره یې غیر تاوتریخجن لاریونونه هڅولي او له مارټین لوتر کینګ جونیر سره یې ګډ خدمت کړی دی." نوموړی په ۱۹۶۱ ز کال کې د آزادۍ سپرلۍ تر نامه لاندې خوځښت پیلوونکی او تنظیموونکی و، کوم چې په پای کې په متحده ایالاتو کې په ایالتي ټرانسپورټ کې د تبعیض او بېلوالي د له منځته تللو لامل شو.[7][8]
جیمز فارمر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۲ جنوري ۱۹۲۰[1][2][3][4] |
مړینه | 9 جولای 1999 (79 کاله)[1][2][3][4] ![]() |
د مړینې لامل | ډايبېټېز مېلېټوز ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ، د بشري حقونو فعال ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [5] ![]() |
د کړنې څانګه | وګړنيز حقوق [6] ![]() |
سمول ![]() |
په ۱۹۴۲ ز کال کې ښاغلي فارمر له جورج هاوسر، جیمز آر رابینسون، سامویل اي ریلي، برنیس فیشر، هومر جک او جو ګین سره یوځای په شیکاګو کې د نژادي مساواتو کمېټه جوړه کړه. دا کمېټه، وروسته د نژادي یا توکمیزو مساواتو د کانګرس (CORE) په نامه یاده شوه. نوموړي په متحده ایالاتو کې د عدم تشدد له لارې د نژادي توپیرپالنې د پای ته رسولو لپاره ځان وقف کړی و. فارمر له ۱۹۴۲ ز کال نه تر ۱۹۴۴ ز کال پورې د توکمیزو مساواتو د کانګریس د رئیس په توګه دنده ترسره کړې.
په ۱۹۶۰مو ز کلونو کې فارمر د "د کینګ، د رنګین پوستانو د پرمختګ د ملي ټولنې (NAACP) د مشر روی ویلکینز او د ښاري اتحادیې د مشر ویټني یانګ ترڅنګ، د ۱۹۶۰مې ز لسیزې د مدني حقونو د څلورو سترو رهبرانو له ډلې نه و." [9][10][11]