![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/99/John_Stuart_Mill_by_London_Stereoscopic_Company%252C_c1870.jpg/640px-John_Stuart_Mill_by_London_Stereoscopic_Company%252C_c1870.jpg&w=640&q=50)
جان ستورات میل
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان ستورات میل (۲۰ می ۱۸۰۶ – ۷ می ۱۸۷۳ زکال) انګلیسي فیلسوف، سیاستوال، اقتصاد پوه، د پارلمان غړی او دولتي ملکي کارکوونکی و. د کلاسیک لیبرالېزم په تاریخ کې دغه تر ټولو اغېزمن متفکر په پراخه کچه له ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي نظریاتو سره مرسته وکړه. هغه چې «د نولسمې پېړۍ د اغېزمن انګلیسي فیلسوف لقب خپل کړ»؛ د نامحدود دولتي او ټولنیز کنټرول پر خلاف یې آزادي د فردي آزادیو په توګه انګېرله. [15][16][17]
جان ستورات میل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۰ مې ۱۸۰۶[1][2][3][4][5][6][7][8][9] |
مړینه | 8 مې 1873 (67 کاله)[1][2][3][4][5][6][7][8] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
ګوند | لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) ![]() |
عملي ژوند | |
استاد | جرمي بینتام ![]() |
کار/مسلک | فیلسوف ، سياستوال [10]، ليکوال [11]، مساوات غوښتنه ![]() |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [12][13] ![]() |
کار ورکوونکی | ختيځ هند کمپنۍ [14] ![]() |
خوځښت | اتيزم ، مساوات غوښتنه ، د ګټې اصالت ، لېبراليزم ![]() |
لاسليک | |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
میل د ګټې پالنې پلوی و، هغه اخلاقي نظریه چې د هغه د مخکښ جرمي بنټام له خوا رامنځته شوې وه. هغه د علمي میتودولوژي له ارزونې سره مرسته وکړه؛ په داسې حال کې چې په دې اړه د نوموړي پوهه د یو شمېر نورو متفکرینو د لیکنو په ځانګړې توګه د ویلیام ویول، جان هرشل، اګوست کنت او د هغو څېړنو پر بنسټ چې الکساندر بین د میل لپاره ترسره کړې وې؛ وه. هغه له ویوېل سره لیکلې مناظره ترسره کړه. [18]
میل چې د لیبرال ګوند یو له غړو او د ښځو د انقیاد (The Subjection of Women) په نامه د لومړني فیمینسستي کتاب لیکوال و؛ دویم پارلمانی استازی و چې له هنري هانت وروسته یې په ۱۸۳۲ زکال کې ښځو ته د رایو ورکولو د حق د ورکړې غوښتنه وکړه. [19][20]