جان جای
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان جای (۱۷۴۵ د سمبر ۱۲ – ۱۸۲۹ز مې ۱۷) يو امريکايي سياستوال، هېوادپال، ديپلومات، د امريکا بنسټ اېښودونکی، د مریيتوب د لغوه کولو خوځښت غړی، مرکچي او په ۱۷۸۳ز کال کې د پاريس د تړون لاسليک کوونکی و. هغه د نيويارک د دويم والي او متحده ايالاتو د لومړي قاضي القضات په توګه دنده تر سره کړې (۱۷۸۹ – ۱۷۹۵ز). هغه تر ډېره بريده د ۱۷۸۰ز کلونو په موده کې د متحده ايالاتو بهرنۍ تګلاره اداره کوله او په ۱۷۸۸ز کال کې د متحده ايالاتو د اساسي قانون تر تصويب وروسته د فدراليست ګوند يو له مهمو غړو څخه و.[1]
جان جای | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | نيويارک |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
جای په يوو ېشتمنه، سوداګره او د نيويارک ښار د دولتي مسئولينو په کورنۍ کې زېږېدلی و، چې کورنۍ يې د فرانسوي هوګونو او هالنډي نسل څخه وه. هغه يو وکيل شو او د نيويارک د ليکنو له پلاوي سره يو ځای شو، دې پلاوي د بریتانيې له تګلارو سره - لکه د امريکا له انقلاب مخکې د نه زغم وړ کارونه - مخالفتونه برابرول. جای د لويې وچې لومړي کانګريس ته د غړي په توګه ټاکل شوی و، چې هلته يې د لويې وچې پر ټولنه لاسليک وکړ او همدا راز، دویم کانګريس ته ټاکل شوی چې هلته يې د رئيس په توګه دنده تر سره کړه. له ۱۷۷۹ز څخه تر ۱۷۸۲ز کال پورې جای هسپانيې ته د سفير په توګه دنده تر سره کړه، هغه هسپانيه وهڅوله چې له نوو پر پښو ولاړو متحده ايالاتو سره مالي مرسته وکړي. هغه د پاريس د تړون د مرکچي په توګه هم کار وکړ، په کوم تړون کې چې بریتانیې د متحده ايالاتو خپلواکي ومنله. له جګړې وروسته، جای د بهرنيو چارو د وزير په توګه کار وکړ او د متحد حکومت له اصولو سره سم يې د متحده ايالاتو بهرنۍ تګلاره مديريت کړه. نوموړي په لنډمهالي ډول د بهرنيو چارو د لومړي وزير په توګه هم کار وکړ.
جای چې د يوه پياوړي او مرکزي دولت پلوی و. په ۱۷۸۸ز کال کې يې په نيويارک کې د متحده ايالاتو د اساسي قانون د تصويب لپاره کار وکړ، هغه له الکساندر همليټن او جيمز ماډيسن سره په شریکه د فډراليستې ليکنو ليکوال و او له پنځه اتيا مقالو څخه پنځه يې خپله وليکلې. د نوي اتحادي حکومت له رامنځته کېدو وروسته، جای د ولسمشر جورج واشنګټن له خوا د متحده ايالاتو لومړی قاضي القضات وټاکل شو او له ۱۷۸۹ څخه تر ۱۷۹۵ز کال پورې يې په دې دنده کار وکړ. د جای محکمې ډېر کم کارونه تر سره کړل او د شپږو کلونو په اوږدو کې يې يوازې د څلورو قضيو په اړه پریکړې وکړې. په ۱۷۹۴ز کال کې، کله چې هغه د قاضي القضات په توګه دنده تر سره کوله، جای له بریتانويانو سره د «جای جنجالي تړون» په اړه مذاکرات وکړل. جای د څلورو لومړيو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال په درې ټاکنو کې ډېرې کمې رايې تر لاسه کړې، خو هېڅکله يې د ولسمشرۍ لپاره جدي هڅې ونه کړې.
له ۱۷۹۵ز کال څخه تر ۱۸۰۱ز کال پورې جای د نيويارک د والي په توګه کار وکړ. سره له دې چې د دې ايالت د والي په توګه جای په تدريجي ډول د مريانو د آزادۍ قانون جوړونه په برياليتوب سره تصويب کړه، خو خپله يې هم تر ۱۸۰۰ز کال پورې پنځه مريان لرل. د ولسمشر جان اډمز د ادارې د زوال په ورځو کې جای د سنا مجلس له خوا د يو بل پړاو لپاره د قاضي القضات په توګه تاييد شو، خو هغه دا دنده رد کړه او د نيويارک په «وستچسټر» ولسوالۍ کې یې خپل کروند ځای ته د متقاعد په توګه ولاړ.