![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/99/Evstafiev-40th_army_HQ-Amin-palace-Kabul.jpg/640px-Evstafiev-40th_army_HQ-Amin-palace-Kabul.jpg&w=640&q=50)
تاج بېګ ماڼۍ
From Wikipedia, the free encyclopedia
د تاج بېګ ماڼۍ د افغانستان په پلازمینه کابل کي د دارالامان په سیمه کي یوه مشهوره ماڼۍ ده. [1] یاده ماڼۍ شاوخوا ۱۶ کیلومتر (۹٫۹ ميل) د ښار له مرکز څخه سویل لویدیز لوري ته موقعيت لري. [2] تاج بېګ ماڼۍ د غرونو په منځ کي د یو کنډک په سر کي پرته ده.
د تاجبیګ ماڼۍ په اصل کي په ۱۹۲۰ لسیزه کي د افغان شاهي کورنۍ د استوګنې لپاره جوړه سول او د دارالامان یوه له خورا په زړه پورې ځایونو څخه ګڼل کېده. دا هغه سیمه وه چي د امان الله خان په دوره کې د اروپا د معمارانو د یوې ډلې لخوا د افغانستان د عصري کولو د هڅو په جریان کي جوړه سول. تاج بېګ ماڼۍ تر کمونسټي اوښتون وروسته د خلقي واکمن حفیظ الله امین د استوګني په توګه کارول کېده. دغه ماڼۍ په ۱۹۹۰ لسیزه کي د کورنیو جګړو پر مهال ویجاړه سول خو په ۲۰۲۱ کال کي ( د اشرف غني د واکمنۍ پرمهال ) په بشپړه توګه بیرته ورغول سوه [1]