![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/3/3a/E._coli_Bacteria_%25287316101966%2529.jpg/640px-E._coli_Bacteria_%25287316101966%2529.jpg&w=640&q=50)
اېشېريکيا کولي
From Wikipedia, the free encyclopedia
اېشېريکيا کولي (په انگرېزي: Eschericia Coli /ˌɛʃəˈrɪkiə ˈkoʊlaɪ/; په عام ډول د E. coli په نوم هم يادېږي; چې د تيوډور اېشېريک په نوم نومول شوې) د گرام-منفي د ډلې يوه ميله-وزمه باکټېريا ده چې په عامه توگه د تودې وينې ژوانديو د کولمې په ښکتنۍ برخه کې موندل کېږي. د اې. کولي اکثره کړۍ بې ضرره دي، خو ځينې کړۍ يې لکه سېروټايپ O157:H7، په انسانانو کې د خواړو زهرجن کېدنې د ناروغۍ سبب گرځي چې ډېر ځل په پرمختللو هېوادونو کې له بازار نه د يوه توليد د بېرته ستنولو لامل گرځي.[1][2] د دغې باکټېريا بې ضرره کړۍ د کولمو د نورمالې فلورا برخه جوړوي چې د بدن په مېټابوليکي کړنو کې اهمې دنده ترسره کوي، همداراز د دغې باکټېريا گټورې کړۍ د پالونکي په بدن کې د وېټامين K د جوړولو تر څنگ2,[3] په کولمو کې د نورو زيانمنو باکټېرياگانو د نفوذ مخه هم نيسي.[4][5]
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/3/3a/E._coli_Bacteria_%287316101966%29.jpg/640px-E._coli_Bacteria_%287316101966%29.jpg)