اډري هپبورن
From Wikipedia, the free encyclopedia
اډري هپبورن (۱۹۲۹ ز کال د می ۴ مه – ۱۹۹۳ ز کال د جنوري ۲۰ مه) يوه برتانوۍ اداکاره او انسان دوسته وه، چې د ادري کاتلين رسټون “Audrey Kathleen Ruston” په نوم زېږېدلې ده. د فلم او فېشن دواړو تمثال په توګه پېژندل شوې هپبورن ته د امريکا د فلم انسټيټيوټ “American Film Institute” له لورې له لرغوني هاليوډ سينما څخه د درېيمې تر ټولو سترې ښځينه د پردې پر مخ راښکاره کېدونکې افسانې درجه ورکړل شوه او د نامتو لويې خونې “Hall of Fame” د نړيوالو غوره جامو لېست “International Best Dressed List” کې شامله شوه.
اډري هپبورن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۴ مې ۱۹۲۹[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15][16][17] |
مړینه | 20 جنوري 1993 (64 کاله)[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15][16][17] |
تابعیت | برېتانيا [18] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ماډل [19]، فلم لوبګر [19]، نڅاګر ، لوبگر [20][21] |
مورنۍ ژبه | هالنډي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [22][23]، هالنډي ژبه ، فرانسوي ژبه [23] |
د کړنې څانګه | لوبگري [24] |
دندې | يونسيف(د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق) |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
نوموړې چې د بروکسل د اکسليز “Ixelles” په يوه اشرافي کورنۍ کې زېږېدلې وه، د خپل ماشومتوب ځينې برخې يې په بلجيم، انګليستان او نيدرلېنډ کې تېرې کړې. په ۱۹۴۵ ز کال يې امستردام کې له سونيا ګسکېل “Sonia Gaskell” سره د بالټ نڅا پيل او زده کړه او له ۱۹۴۸ ز کال څخه وروسته يې په لندن کې له ماري رمبرټ “Marie Rambert” سره د يادې نڅا زده کړه تر لاسه کړه. نوموړې په “West End” د موسيقۍ تياتر توليداتو کې د سندرغاړې نجلۍ په توګه فعاليت پيل کړ او له دې وروسته په بېلابېلو فلمونه کې لږه لږه راڅرګنده شوه. د ۱۹۵۳ ز کال د رومن سپېڅلې ورځ “Roman Holyday” په نوم عشقي کميډي کې له ګريګوري پيک “Gregory Peck” سره يو ځای نامتو شوه. اډري د يادې خندونکې درامې له امله هغه لومړنۍ اداکاره وه، چې يوازې د يو فعاليت لپاره يې يوه د اسکار “Oskar”، يو د سرو زرو نړيوال انعام “Golden Globe Award” او يو د بافټا انعام “BAFTA Award” وګټه. نوموړې په همدې کال په “Ondine” کې د خپل فعاليت له امله په يوه لوبه کې د غوره مشرې اداکارې “Best Lead Actress” په توګه يو توني انعام “Tony Award” هم وګټه.
نوموړې په يو شمېر برياليو فلمونو کې د کار کولو له امله ستورې يا د سينما مهمه لوبغاړې شوه. د يادو فلمونو له ډلې په ۱۹۵۴ ز کال کې د سبرينا “Sabrina” په نوم فلم، چې همفري بوګارت “Humphrey Bogart” او ويليم هولډين “William Holden” په کې د هغې د مينې لپاره سيالي وکړه؛ په ۱۹۵۷ ز کال کې خندوونکي مخ “Funny Face”، چې يو موزيکال فلم و او اډري په کې د خپلې برخې سندرې وويلې؛ په ۱۹۵۹ زکال د راهبې کيسه “Nun’s Story” تر سرليک لاندې ډرامه، د ۱۹۶۱ ز کال د “Breakfast at Tiffany’s” عشقي خندونکې ډرامه؛ د ۱۹۶۳ ز کال د “Charade” په نوم د جرمونو په اړه رومان، چې د “Cary Grant” خلاف و او د ۱۹۶۴ زکال “My Fair Lady” موزيکال فلم يادولی شو. هغه په “Wait Until Dark” نومې ډاروونکي فلم کې د فلمي ستورې ونډه ولوبوله او “Academy Award”، “Golden Globe” د سرو زرو نړيوال انعام او بافټا ‘BAFTA” انعامونو ته نوماندي يې تر لاسه کړه. له هغې څخه وروسته يوازې کله ناکله په فلمونو کې راښکاره شوه، چې يو له دې ډلې يې په ۱۹۷۶ ز کال “Robin and Marian” نومې فلم کې له سين کنري ‘Sean Connery” سره راڅرګندېدل وو. د هپبورن وروستي ثبت شوي فعاليتونه د ۱۹۹۰ ز کال تلوېزيوني لړۍ يا پرله پسې مستند کې وو. ياده مستند تلوېزيوني لړۍ د «له اډري هپبورن سره د نړۍ باغچې:Gardens of the World with Audrey Hepburn» په نوم وه، چې اډري په کې د غوره شخصي لاسته راوړنې او معلوماتي خپرونې “Outstanding Individual Achievement-Informational Programming” له امله د “Primetime Emmy Award” وګټه.
هپبورن د يوې مخکښه ونډې له امله د غوره بریتانیوي اداکارې “Best British Actress in a Leading Role” له امله درې بافټا انعامونه وګټل. د نوموړې د فلمي مسلک په وياړ يې د بافټا د ژوندانه لاسته راوړنې انعام “BAFTA’s Lifetime Achievement Award”، Golden Globe Cecil B. DeMille Award، Screen Actors Guild Life Achievement Award او ځانګړی ټوني انعام “Special Tony Award” تر لاسه کړ. هغه يو له هغو اوه لس تنو څخه ده، چې Academy, Emmy, Grammy او Tony انعامونه يې ګټلي دي. هپبورن په خپل وروستي ژوند کې خپل ډېری وخت UNICEF” ته ځانګړی کړ. نوموړې له ۱۹۵۴ ز کال راهيسې له يونيسيف سره ګډه مرسته کړې وه. د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۲ ز کالونو تر منځ يې د افريقا، سويلي امريکا او اسيا په ځينو خورا بې وسه ټولنو کې کار وکړ. د ۱۹۹۲ ز کال په ډسمبر کې يې د يونيسيف د ښه نيت استازې “UNICEF Goodwill Ambassador” په توګه د کار کولو له امله د خپلواکۍ ولسمشريز انعام “Presidential Medal of Freedom” تر لاسه کړ. يوه مياشت وروسته د اپنډکس سرطان (appendiceal cancer) له امله د ۶۳ کالونو په عمر په سويس کې خپل کور کې مړه شوه.