From Wikipedia, the free encyclopedia
په لرغوني يوناني دين او افسانو کې، ايواس ښځينه خدايه او د سباوون [سپېده چاود/لمرخاته] تجسم دی، څوک چې هر سهار له خپل کور څخه د اوقيانوس په څنډو د رڼا ورکولو او د شپې خپرولو لپاره راپورته کېږي. په یوناني روايت او شاعرۍ کې، هغه د زیاتې جنسي لوږې لرونکې ښځينه خدايې په توګه ښودل شوې ده، چې د خپل تسکين لپاره يې بې شمېره انساني عاشقان اخيستي دي او له هغوی يې ډېر بچيان زېږولي دي. د خپلې رومي سيالې «اروره» او «رګويدي» «اشيس» په څېر، ايواس د سباوون د يوې پخوانۍ اندو-اروپايي ښځينه خدايې «هاوزوس» نوم خپل کړی دی. ايواس، يا د هغې لومړني پروټو-اندو-اروپايي (PIE) نيکونه، د مينې له ښځينه خدايې «ايفروډايټي» سره ګڼ شريک عناصر لري، چې ښايي په هغې د ايواس د اغېر ښودنه کوي، يا په بل صورت کې دواړه ښځينه خدايانې شریک اصل لري. په لاس کې شته روايتونو تر مخې، «ايفروډايټي» د ايواس د مينې د ډېرو اړيکو تر شا لومړۍ مرتکبه ده، چا چې دا ښځينه خدايه د فاني سړيو سره د نه سړېدونکي شهوت په لعنت اخته کړې ده.
په يوناني ادبياتو کې، ايواس د «هايپيرن» او «تيا» تيتانانو د لور، د لمر خدای «هيليواس» او د سپوږمۍ د ښځینه خدایې «سيليني» د خور په توګه وړاندې شوې ده. په ډېرو کمو روايتونو کې، هغه د «پالاس» تيتان لور ده. هره ورځ هغه د خپلو دوه اسونو ګاډۍ چلوي، د نوې ورځې د چاودېدو او د خپل ورور د راتګ اعلان کوي. له همدې امله، په هومري حماسو کې د هغې تر ټولو عام وصف د «روډوډکټيلوس»، يا "ګلابي ګوتو والا" دی، کوم چې د لمرخاته پر مهال د اسمان رنګ ته اشاره کوي، بل صفت يې «ايريجرينيا» دی، يعنې "وختي زېږېدل". که څه هم په لومړي سر کې له لمر خاته او سهار وختي سره تړاو لري، کله کله ايواس د خپل سفر په ټوله موده کې د «هيليواس» سره ځي، او له همدې امله هغه د شپې تر مخې هم ليدل کېږي.
ايواس څو څو ځلې د فاني نارينه وو په مينه کې غورځېدلې، او دوی يې په هغه ډول تښتولي، په کوم ډول چې نارينه خدايان فاني ښځې تښتوي. د هغې د يادولو وړ فاني مين [عاشق] د ټروجن شهزاده «ټيتيونس» دی، د چا لپاره چې هغې د لا فاني کېدو ډالۍ باوري کړه، خو تلپاتې ځواني نه، د کوم له امله به چې هغه د تل لپاره له دې پرته چې مړ شي عمر خوړلی وي. په يوه بله کيسه کې، هغې د اتن «سيفالس» د هغه له خوښې پرته وړی دی، خو بالاخره يې خوشې کړ، ځکه چې هغه غوښتل بېرته خپلې مېرمنې ته ولاړ شي، خو د هغه مېرمنه يې د هغه په مخ کې بدنامه کړه، د کوم له امله چې د هغوی دواړو لارې جلا شوې. د پېړيو په اوږدو کې شاعرانو دې ښځينه خدايې ته له فاني نارينه او خدايانو سره ګڼ نور عشقونه او عاشقان هم منسوب کړي دي.
د لرغونو ادبياتو او شاعرۍ په ډېرو اثارو کې ايواس ليدل کېږي، خو د هغې د پروټو-اندو-اروپايي اصليت سره سره، په دې اړه ثبوتونه ډېر کم دي چې ايواس کلاسيکي کومه مذهبي فرقه تر لاسه کړې، يا د عبادت مرکز ګرځېدلې وې.
د پروټو-يوناني ټکی Ἠώς / Ēṓs د *ἀυhώς / auhṓs په بڼه بيا جوړ شوی دی. دا ټکی د «ويدي» ښځينه خدايې اوساس، لتوانيايي Aušrinė، او رومي ښځينه خدايې اروره سره يو ډول دی، چې دا درېواړه هم د لمر خاته ښځينه خدايانې دي. مايسينر (2006) د áwwɔ̄s > /aṷwɔ̄s/ > αὔως بڼې ټکي وړانديز کړی دی، چې دا د ايولي يوناني لهجې اوږدونکې بڼه ده، همدا راز هغه د */aṷwɔ̄s/ > *āwɔ̄s > *ǣwɔ̄s > /ǣɔ̄s/ بڼې وړانديز کوي، چې د اتيکي-ايونيکي يوناني بڼه ده.[1][2][3][4]
په مايسينيايي يوناني کې د هغې نوم په B خطي ليک کې د a-wo-i-jo (Āw(ʰ)oʰios; Ἀϝohιος) په بڼه تاييد شوی دی، دا بڼه له «پايلاس» څخه په تر لاسه شوې يوه تخته موندل شوې ده، دا ټکی د شپون د شخصي نوم په توګه تشريح شوی چې د لمرخاته اړوند دی، يا په Āwōiōi دلالت کوي.[5][6][7][8][9][10]
«هاينريک ويلهيلم سټول» د ἠὼς بڼې لپاره يوه جلا لغتپوهنه وړانديز کړې ده (چې اوس رد شوې ده)، نوموړی دا ټکی له αὔω ټکي سره تړي، چې معنا يې ده "پړسول"، "ساه اخيستل".[11]
«لايکروفران» هغې ته يو لرغونی نوم «ټيټو» اخلي، چې معنا يې ده "ورځ" او ښايي چې د نوم د رېښو له پلوه له "تيتان" سره تړاو ولري. «کارل کيريني» په دې باور دی چې «ټيټو» نوم د ايواس له عاشق «تيتونيوس» سره د ژبني اصليت تړاو لري، کوم ټکی چې د يوې زړې، له يوناني څخه د مخکينۍ ژبې يو ټکی و.[12][13]
پورته يادې شوې ټولې ښځينه خدايانې چې له ايواس سره يې ژبنۍ اړيکې شریکې دي، د پروټو-اندو-اروپايي څخه اخيستل شوې بلل کېږي، چې هغه ټکی *h₂ewsṓs (later *Ausṓs) او د سباوون په معنا دی. له دې څخه پروټو-جرماني *Austrō ټکی، لرغونې عالي جرماني *Ōstara ټکی او لرغونې انګريزۍ Ēostre / Ēastre ټکي هم منځ ته راځي. دا او نورې پېژندنې د سباوون د يوې د يو پروټو-اندو-اروپايي ښځينه خدايې éwsōs د بيا جوړېدو لامل ګرځېدلي دي.[14][15]
په يوناني مرکزي عبادتځای کې، ايواس هيليوس او زيوس هغه درې خدايان دي چې هم د لغتپوهنې له پلوه او هم د حيثيت له پلوه، په اندو-اروپايي نسب کې بې عيبه دي؛ که څه هم د غير پروټو-اندو-اروپايايي نويو راغلیو له خوا په عبادتځای کې ايواس او هيليوس څنډې ته کړای شوي وو. د سباوون د دې ښځينه خدايې سره اړوند يو عام صفت د *Diwós Dhuǵh2tḗr دی، یعنې د Dyēus لور، د اسمان خدای. په هر حال، په هومري روايت کې، ايواس کله هم د زيوس د لور په توګه نه ده یاده شوې (Διὸς θυγάτηρ, Diòs thugátēr)، ځکه چې د دې پر ځای هغه د تيتان هايپرسن لور ده، څوک چې په افسانو او دين کې کمه ونډه لري. بلکې، په عام ډول د هغې مشهور لقب δῖα، dîa دی، او معنا يې ده "الاهي"، چې دا ټکی له ابتدايي *díw-ya څخه اخيستل شوی دی، او ژباړه به يې "د زيوس سره اړيکه لرونکې" يا "اسماني" سره کېدای شي.[16][17][18]
د ايواس دا ځانګړتيا چې هغه د مينې ښکار، جسني موجود دی، چا چې ډېر عاشقان نيولي، نېغ په نېغه هغې ته د پروټو-اندوـاروپايي سلف څخه په ميراث کې پاتې دی. د هاوزوس د زوزات په منځ کې یوه عامه او خپره موضوع دا وه چې دوی د نوې ورځې د رڼا له راوړنو سره بې ميلي درلوده. ايواس (او اروره) کله کله داسې ليدل شوي چې په سهار کې نه غواړي خپله بستره پرېږدي، په داسې حال کې چې «يوسس» «اندار» ته له دې امله سزا ورکړې وه چې د ورځې د ځنډولو هڅه يې کړې وه، او د ليتويايي «اسکلس» په اړه ويل کېږي چې د سرو زرو په يوه خونده کې بنده شوې وه، تر څو هغه د تل لپاره ونه شي کولای هر سهار راوخيژي. [19][20][21][22]
د سباوون دا اندو-اروپايي ښځينه خدايه له «هيميرا» سره اکثره ګډوډېده او د هغې سره تشبيه ورکول کېده، چې هغه د ورځې او د ورځې د رڼا ښځينه خدايه ده. ښايي چې ايواس په پروټو-اندو-اروپايي شاعرۍ کې هم ونډه درلودلې وي.[23][24]
د ايواس او د مينې د ښځينه خدايې افروډايټي تر منځ ځينې ځانګړتياوې شريکې دي، کومې چې ښايي د افروډايټي په اړه د Eos/*Haéusōs نيمه شريک اصليت يا اغېز څرګندونه کوي، چې له بلې خوا د هغې منشاً د نږدې ختيځ څخه ده؛ دواړه ښځينه خدايانې د دوی د شهوت پارونکې ښکلا او جارحانه جنسي غوښتنې له امله مشهورې وې، دواړو له فاني عاشقانو سره اړيکې درلودې، او دواړه له سره، سپين رنګ او سرو زرو سره تړلې وې. «مايکل جنډا» د افروډايټي نوم د ايواس د يو لقب په توګه اشتقاق کړی دی چې معنا يې ده "هغه څوک چې [د سمندر] د ځګ څخه راپورته کېږي"، او د افروډايټي د زېږېدو په اړه د هيسيواډ د «تيوجيني» د روايت لور ته اشاره کوي، چې د اندو-اروپايي افسانې يو لرغونی انعکاس دی. په هر حال، له بلې خوا، عموماً دا منل شوې ده چې د افروډايټي د نوم رېښې په اصل کې سامي دي، او د هغې کره معنا او اشتقاق نه شي معلومېدای. د سرو انځورونو لرونکې د شرابو په يو منګي موندل شوي شواهد شته، په کوم چې افروډايتي د لمر د ټيکلي شاته په لاس کې يوه اينه نيولې ښودل شوې ده، په داسې حال کې چې «تيبسي» اتل «کيډمس» اژدها وژلې ده، همدا راز يو بل ښځینه انځور دی، چې د افروډايټي سره تقريباً ورته دی، او په يو بل منګي انځور شوی دی، چې دا منګی د " ΑΩΣ" يا Aṓs نښه لري، چې سباوون دی؛ دا د دې ښودنه کوي که څه هم افروډايټي ته له Astarte/Inanna سره تشبيه ورکړل شوې ده، خو بيا هم په يوناني هنري روايت کې هغه کله کله د ايواس سره په مشابه موضوع کې معرفي شوې ده.[25][26][27][28][27][29]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.