اندرېس چيډېنیوس
From Wikipedia, the free encyclopedia
اندرېس چیډېنیوس ( په سویډني ژبه: ânːdɛʂ kʏˈděːnɪɵs]; ] د ۱۹۲۷ ز کال د فبرورۍ په ۲۸ زېږېدلی او د ۱۸۰۳ ز کال د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه مړ شوی) یو لوټري فلاندی کشیش او د سویډن د رېکسډک (د سويډڼ د قانون جوړوونې او پرېکړو ملي او تر ټول عالي بنسټ) غړی و، چې د نورودیک تاریخ د وتلې لرغوني لېبرال په توګه پېژندل کېږي.[5]
اندرېس چيډېنیوس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۶ فبروري ۱۷۲۹[1][2][3] |
مړینه | 1 فبروري 1803 (74 کاله)[1][2] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ، فیلسوف ، پادري [2]، ليکوال [2]، طبیب ![]() |
مورنۍ ژبه | سویډني ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | سویډني ژبه [4] ![]() |
د کړنې څانګه | فلسفه ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
چيډېنیوس د فېنلاند په سوتکامو کې ( هغه مهال د سویډن یوه برخه وه) زېږېدلی او د پهر کالم تر نظر لاندې د زده کړو تر بشپړولو وروسته د Åbo په سلطنتي اکادمۍ کې کشیش او د روښانګرۍ فلیسوف شو. هغه د ۱۷۶۵ - ۶۶ ز کلونو تر منځ د سویډن رېکسډک د کلیسایي غړي په توګه وټاکل شو. چې په هغه کې د نوموړي ګوند اکثریت دولت ترلاسه کړ او د لویې بریتانیا او ۷ متحدو ایالتونو تر څنګ یې د سویډن د مطبوعاتو د ازادۍ له لومړني قانون څخه چې په ټوله نړۍ کې تر ټولو لېبرال قانون و ملاتړ وکړ. هغه چې په شدید ډول د مېرکانتلیزم (یوه اقتصادي پالیسي ده چې د وادراتو پر کموالي او د صادراتو پر ډېروالي تمرکز لري، ژباړن) له مداخله ګرو افراطي سیاستونو سره چې لسیزې مخکې د خولۍ د واکمن ګوند په واسطه تبلیغېدل مخالف و په پای کې د خولۍ/ کپ دولت د رادیکال مقرراتو د لرې کولو پر سیاستونو د نیوکې او د هغه د سیاسي او ټولنیزو پایلو له امله تقاعد ته اړ شو.
چیډې نیوس په ۱۷۷۲ ز کال کې د درېیم ګوستاو تر کودتا وروسته چې د یوې بلې پېړۍ لپاره د پارلماني ټاکنو د پای په معنا و د لنډې مودې لپاره شهرت ته راستون شو چې د ګوستاو د روښانګرۍ د ظالمانه اوصولو د یوې برخې په توګه یې د اقتصادي او مدني ازادیو د زیاتولو لپاره هڅه وکړه. د پوښتنې ګروېګنې په معنا یې د شکنجې په له منځه وړلو کې برخه واخیسته، چې د اعدام سزا یې محدوه کړه له سویډن څخه بهر یې د یهودیانو او کاتولیکانو مهاجرتونو ته قانوني اجازه ورکړه او په پای کې د پاچا د زورواکۍ زیاتېدلو چیډینیوس بېرته له خپل موقف څخه لرې او په استروبوتنیا کې خپل شخصي ژوند ته تقاعد شو او همالته د ۷۳ کلنۍ په عمر مړ شو.
د نړیوالو معیارونو(سټنډردونو) پر بنسټ، یو له لومړنیو مخکښانو څخه او د اقتصادي لېبرالیزم، د بیان آزادۍ، د مهاجرت او مذهب آزادۍ پلوی (د ملتونو د شتمنۍ په نوم کتاب تر چاپ یوه لسیزه مخکې یې د پټ او ناڅرګند لاس په نوم یوه رساله ولیکله) و، هغه د لېبرالیزم له فلیسوفانو څخه لومړنی کس و چې بشپړ او جامع و. [6][7][8]