الیس پاول
From Wikipedia, the free encyclopedia
الیس سټاکس پاول (جنوری ۱۱، ۱۸۸۵ ز- جولای ۹، ۱۹۷۷ ز) د کوېکر فرقې یوه امریکايۍ عیسوۍ، ښځو ته د رايې حق د ورکړې غوښتونکې، فیمینسټه او د ښځو د حقونو فعاله وه. هغه همدا ډول د امریکا اساسي قانون د نولسم تعدیل د کمپاین یوه له رهبرانو او سټراټيژيسټانو څخه وه. په دې تعدیل کې د رایې حق په تړاو جنیستي توپیري چلند منع شوی و. پاول د لوسي برنس او نورو سره په ګډه د ښځو د رایې حق حرکت (Woman Suffrage Procession) او خاموش ساتونکي (Silent Sentinels) تر نامه لاندې پیل کړل او د دوی همدا بریالي کمپاینونه و چې په پایله کې يې په ۱۹۲۰ز کال کې دا تعدیل تصویب شو. [1]
الیس پاول | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
د کړنې څانګه | د رای حق غوښتونکی (سفراګېټ) |
تحریک | فیمینزم ، د ښځو له خوا د رایو ورکولو حق |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
پاول د خپل فعالیت له امله ډېری مهال د پولیسو له تاوتریخوالي او نور فزیکي بد چلند سره مخامخ شوه، خو دې به يې تل په سوله ییزه توګه او هسکه غاړه ځواب وایه. هغه په ۱۹۱۷ز کال کې د سپینې ماڼۍ په مخ کې د خاموشو ساتونکو په مظاهرو کې د ګډون له امله تر ناوړه شرایطو لاندې زنداني شوه. وړاندې له دې هم، هغه په انګلستان کې د ښځو د رایې حق لپاره د خپلو هڅو له امله زنداني شوې وه.
له ۱۹۲۰ز کال وروسته، پاول د نیمې پېړۍ لپاره د ښځو ملي ګوند مشره وه او د امریکا په اساسي قانون کې يې د ښځو د مساواتو لپاره د مساوي حقونو تعدیل په چوکاټ کې مبارزه وکړه. دا تعدیل پاول او کریسټل اییسټمن په ګډه لیکلی و. هغې د حقوقو د عالمې پاولي موري سره په ګډه د ۱۹۶۴ز کال د مدني حقونو په قانون کې د خونديتوب لرونکې ډلې په توګه د ښځو د شمولیت اړوند ستره بریا ترلاسه کړه.