الياس پارېش لاوجوی
From Wikipedia, the free encyclopedia
الياس پارېش لاوجوي “Elijah Parish Lovejoy” (۹، نومبر، ۱۸۰۲ – ۷، نومبر، ۱۸۳۷) د پروتستانت د مشايخو کليسا پورې تړلی وزير، ژورنالېست، د ورځپاڼې مدير او د غلامۍ د له منځه وړنې پلوی و. د يوې پارېدلې ډلې له لورې د نوموړي له وژلو څخه وروسته په متحده ايالتونو کې د غلامۍ د مخالفت کولو له امله د غلامۍ د له منځه وړنې پلوی سرښندونکی شو. د بيان او مطبوعاتو د ساتونکي په توګه يې هم احترام کېده. [1][2][3]
الياس پارېش لاوجوی | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
لاسليک | |
سمول |
لاوجوی په نوي انګلېنډ (New England) کې وزېږېد او له ننني “Colby College” څخه فارغ شو. دا چې د استادۍ له مسلک سره ناخوښ و، ژورنالېزم ته يې مخه وکړه او لويديځ ته د تګ پرېکړه يې وکړه. په ۱۸۲۷ ز کال کې سينټ لويس ميسوري “St. Louis, Missouri” ته ورسېد. د ميسوري د ۱۸۲۰ ز کال روغې جوړې له امله ياده سيمه د يوې ناخپلواکه (غلامه) سيمې په توګه متحده ايالتونو کې ننوتې وه. لاوجوی يوه ورځپاڼه خپرولو ته چمتو (ايډيټ) کړه، مګر په پرېنسټون پوهنتون “Princeton University” کې وزارت لپاره د زده کړو په موخه د يو څه وخت لپاره بېرته ختيځ ته ستون شو. سينټ لويس ته په بېرته تګ کې يې د سينټ لويس څارونکی “St, Louis Observer” [ادارې] بنسټ کېښود، چې نوموړی په کې په زياتېدونکي ډول د غلامۍ او د غلامۍ ساتونکو پياوړ ګټو خورا ګواښوونکی شخص شو. له ګواښونکو او خونړيو بريدونو سره د مخامخ کېدلو له امله پارېش لاوجوی چې د سيند په اوږدو کې په ايلينويس “Illinois” کې الټون “Alton” ته لاړ شي، چې يو خپلواک ايالت و. مګر الټون هم د مسيسيپي سيند په اقتصاد پورې تړلی او په خورا بد ډول د غلامۍ ضد او پلويو نظريو باندې وېشل شوی و.
نوموړی په الټون کې د غلامۍ پلوې پارېدلې ډلې له لورې د يو بريد پر مهال په نه رغيدونکي ډول وويشتل شو. يادې پارېدلې ډلې غوښتل هغه ګودام له منځه يوسي، چې د وېنتروپ سارجينټ ګېلمېن “Winthrop Sargent Gilman” او بنجامن ګوډفري “Benjamin Godfrey” ملکيت و او د لاوجوی د چاپي مطبعې او د غلامۍ د له منځه وړلو پلوي توکي يې درلودل. د جان کوېنسي ادامس “John Quincy Adams” په وينا يادې مړينې «دې هېواد ته لکه د زلزلې داسې ټکان وکړ». د بوسټون ريکارډر “Boston Recorder” وليکل چې دا پېښې د ځمکې له هرې برخې څخه راوتلې پارېدلې غوصه يا قهر و، چې په دې هېواد کې يې د ليکزينګټن له جګړې “Battle of Lexington” راهيسې ساری نه درلود. جان براون “John Brown” چې کله د لاوجوی د وژنې په اړه خبر شو، په عام ډول يې وويل: «دلته، له خدای څخه مخکې د دې ګواهانو په شتون کې، له دې وخته زه خپل ځان د غلامۍ له منځه وړلو ته ځانګړی (وقف) کوم». لاوجوی زياتره وختونه د غلامۍ د له منځه وړلو د پلوۍ او ازادو مطبوعاتو له امله سرښندونکی يا شهيد ګڼل کېږي او د نوموړي څلی يا يادګار “Lovejoy Monument” په ۱۸۹۷ ز کال په الټون کې اباد شو. [4][5][6][7]