![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/2/2f/Flag_of_Armenia.svg/langps-640px-Flag_of_Armenia.svg.png&w=640&q=50)
ارمنستان
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ارمنستان جمهوريت يا ارمنستان (ارمني Հայաստանի Հանրապետություն), د قفقاز په سيمه کې په وچه کې ايسار يو هېواد دی چې په لويديځه خوا کې يې ترکیه، په سهېل کې يې گرجستان، په ختيځه کې آذربايجان او په سوېل کې د ايران او نخجوان هېوادونه پراته دي. ارمنستان د اروپايي قونسل او د همګټو هېوادونو غړی دی او له پېړيو راپدې خوا د ختيځ او لوېديځ په منځلاره کې پروت دی. د دغه هېواد پلازمېنه د ایروان ښار دی. ارمنستان ۷۴۳'۲۹ کیلومتره مربع مساحت او ۷۰۰'۹۷۲'۲ وګړي لري یاد هیواد په ۱۹۹۰م کال کې د پخوانی شوروي اتحاد نه خپله خپلواکی ترلاسه کړه. د ارمنستان د پیسو واحد، درام دی او لومړی وزیر یې ارمن سارګسیان دی.
ارمنستان | |
---|---|
![]() |
![]() |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 40.383333°شمال 44.95°ختيځ / 40.383333; 44.95 ![]() |
پراخوالی | 29743.423459 کیلومتره مربع ![]() |
پلازمېنه | ایروان |
رسمي ژبې | ارمني ژبه ![]() |
مشرتابه | |
حکومت ډول | ولسمشريزه ، مرکزي حکومت ، پارلماني حکومت ![]() |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۲۳ سپټمبر ۱۹۹۱ ![]() |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن ![]() |
بې کارۍ کچه | 17 سلنه (۲۰۱۴)[2] ![]() |
نورې عددونه او شمېرې | |
پیسې | درام ![]() |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ترافيکي لوری | ښي لورۍ [3] ![]() |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه د تاييدولو سرچينه ![]() |
هېواد کوډ | AM ![]() |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +374 ![]() |
![]() | |
ارمنستان، په رسمي ډول د ارمنستان جمهوریت، د لویدیځې اسیا په ارمني لوړو برخو کې په وچه کې را ایسار هېواد دی. دا د قفقاز سیمې برخه ده چې له لویدیځ لوري څخه له ترکیې، له شمال ختیځ څخه له جورجیا/ګرجستان، له ختیځ لوري څخه له لاچین لارې چې د روسیې د سوله ساتو ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او له اذربایجان سره او له سویل لوري څخه د اذربایجان له بهرني قلمرو نخجوان سره ګاونډی دی. ایروان یې پلازمېنه او لوی ښار دی.[4][5][6]
ارمنستان یو موټي، څو ګوندي، دیموکراتیک ملي هېواد دی چې لرغونی کلتوري میراث لري. لومړنی ارمني ښار اوراتو له میلاد څخه ۸۶۰ کاله وړاندې تاسیس شو چې له میلاد څخه په وړاندنۍ ۶ مه پېړۍ کې یې ځای ستراپي ارمنیا ونیو. له میلاد څخه وړاندې لومړنۍ پېړۍ کې ارمنستان د لوی تیګران د واکمنۍ پر مهال خپل اوج ته ورسېد او لومړنی هېواد و چې په ۳۰۱ ز کال کې یې عیسویت د خپل رسمي دین په توګه ومانه. د ۵ مې پېړۍ په شاوخوا کې لرغونې ارمني پاچهي د بیزانسانو او د ساسانیانو د سترواکۍ ترمنځ ووېشل شوه. په ۹ مه پېړۍ کې د باګراتاني لړۍ د واکمنۍ پر مهال د ارمنستان باګراتي پاچهي په پښو ودرېده. له بیزانسانو سره د جګړې له امله د دغه هېواد مخ پر سقوط پاچهي په ۱۰۴۵ ز کال کې ونړېده او ډېر ژر د سلجوقي ترکانو تر برید لاندی راغی. د ۱۱ مې او څورلسمې پېړۍ تر منځ د مدیترانې سمندرګي په سواحلو کې لومړی شاهزاده نشین ارمنستان او وروسته کلیکیه ارمني پاچهۍ شتون درلود.[7][8][9][10]
د ۱۶ مې او ۱۹ مې پېړۍ ترمنځ د ارمنستان دودیزه سیمه چې له ختیځ ارمنستان او لویدیځ ارمنستان جوړېده، د عثماني او فارسي سترواکیو تر ولکې لاندې راغله، چې د پېړیو په اوږدو کې د یو له دغو دوو په ولکه کې و. په ۱۹ مه پېړۍ کې ختیځ ارمنستان د شوروي سترواکۍ له خوا ونیول شو، په داسې حال کې د ارمنستان د دودیزو سیمو ګڼ شمېر لویدیځې برخې د عثماني سترواکۍ تر ولکې لاندې پاتې شوې. د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې ۱.۵ میلیونه ارمني وګړي چې د عثماني سترواکۍ تر ولکې لاندې د خپلو نیکونو په سیمو کې مېشت و، په سیستماتیک ډول د ارمنیانو د عامه وژنې په ترڅ کې ووژل شول. په ۱۹۱۸ ز کال کې له روسي انقلاب وروسته، ټولو غیر روسي هېوادونو د روسي سترواکۍ له پاشل کېدو وروسته خپلواکي اعلان کړه، چې له امله یې د ارمنستان لومړی جمهوریت هم تاسیس شو. په ۱۹۲۰ ز کال کې دغه هېواد د شوروي د سویلي قفقاز له سوسیالیست فدراتیف جمهوریت سره یوځای شو او په ۱۹۲۲ ز کال کې د شوروي اتحاد یو له بنسټ اېښودونکو هېوادونو څخه شو. په ۱۹۳۶ ز کال کې د سویلي قفقاز جمهوریت له منځه لاړ او د ارمنستان د سوسالیست شوروي جمهوریت په ګډون یې غړي هېوادونه د اتحادیې په غړو جمهوریتونو واوښتل. د ارمنستان معاصر جمهوریت، په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته خپلواک شو.
ارمنستان یو له مخ پر ودې هېوادونو څخه دی چې د انساني ودې د شاخص له مخې (۲۰۱۸ ز کال) ۸۱ م ځایګی لري. اقتصاد یې په صنعتي تولیداتو او د معدني موادو په استخراج ولاړ دی. په داسې حال کې چې ارمنستان له جغرافیايي پلوه په سویلي قفقاز کې موقعیت لري، خو د جغرافیايي سیاست له مخې په عمومي ډول اروپايي ګڼل کېږي. له دې امله چې ارمنستان د جغرافیايي سیاست له مخې له اروپا سره همغږی دی، دغه هېواد د اروپايي شورا، ختیځې همکارۍ، یوروکنټرول، د اروپایي سیمې د شورا او د بیارغونې او پرمختګ لپاره د اروپايي بانک په ګډون د ګڼ شمېر اروپايي بنسټونو غړیتوب لري. همدارنګه ارمنستان په ټوله اوراسیا کې د آسیایي پراختیايي بانک، د ټولنیز امنیت هوکړې د سازمان، اوراسیا د اتحادیې او اوراسیا پراختیايي بانک په ګډون د مهمو سیمه ییزو ګروپونو غړیتوب هم لري. ارمنستان د ناګورنو قرباغ له ډی فکټو خپلواک جمهوریت څخه چې په ۱۹۹۱ ز کال کې یې د موجودیت اعلان کړی؛ ملاتړ کوي. ارمنستان همدارنګه د نړۍ تر ټولو لرغونې کلیسا یا حواري ارمني کلیسا (Armenian Apostolic Church) د دغه هېواد د اصلي مذهبي بنسټ په توګه په رسمیت پېژني. ارمني ځانګړې الفبا په ۴۰۵ ز کال کې د مسروب ماشتوتس له خوا جوړه شوې.[11][12][13]