پارلماني حکومت
From Wikipedia, the free encyclopedia
پارلماني نظام یا پارلماني دیموکراسي د ولس واکو دولتونو (یا د هغه تر واک لاندې بنسټونو) هغه سیسټم دی چېرې چې اجرائیه ځواک خپل ولسي او دیموکراتیک مشروعیت د خپلو وړتیاوو له مخې له مقننې قوې یا په عام ډول له پارلمان څخه د (باور) په ترلاسه کولو سره لاسته راوړي او هغو ته ځواب ویونکی هم وي. په پارلماني نظام کې د دولت او حکومت مشران په معمول ډول یو کس نه وي. دا د ولسمشریز نظام پر خلاف ده، چېرې چې د دولت مشر د حکومت مشر هم دی، تر ټولو مهمه هم دا چې اجرائیه ځواک خپل دیموکراتیک مشروعیت له مقننه ځواک څخه نه ترلاسه کوي.
د پارلماني نظام لرونکي هېوادونه کېدای شي، مشروطه شاهي نظام ولري، چېرې چې پاچا د دولت د مشر په توګه وي او د حکومت مشر تر ډېره د پارلمان غړی وي، یا پارلماني جمهوریت چې ولمسشر یوازې په تشریفاتي بڼه د دولت په سر کې ځای لري، په داسې حال کې چې د حکومت مشر په معمول ډول د مقننې قوې له لوري وي. په یو شمېر لږ پارلماني جمهوریتونو کې د حکومت مشر، ولسمشر هم وي، خو د پارلمان له خوا ټاکل کېږي او هغو ته ځواب ویونکی هم وي. په دوو جرګو لرونکو پارلماني هېوادونو کې د حکومت مشر په عمومي ډول، نه د تل لپاره، د ولسي جرګې یا د استازو د جرګې غړی وي.
پارلماني حاکمیت په اروپا کې د حکومتولۍ تر ټولو غالب ډول دی، چې له ۵۰ خپلواکو هېوادونو څخه یې ۳۲ پارلماني نظام لري. په اقیانوسیې او کارابین سیمه کې دود دی، چې د کارابین له ۱۳ ټاپويي دولتونو څخه ۱۰ یې پارلماني دي. د نړۍ په نورو برخو کې بیا پارلماني نظامونه لږ دود دي، خو په ټولو لویو وچو کې شتون لري، تر ډېره د بریتانوي سترواکۍ په پخوانیو مستعمرو کې چې د ویسټ مېنسټر نظام په نامه ځانګړی ډول پارلماني سیسټم لري.