![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/9e/Arthur_Miller_1966.jpg/640px-Arthur_Miller_1966.jpg&w=640&q=50)
ارتور مېلر
From Wikipedia, the free encyclopedia
ارتور اشر مېلر (زېږېدنه د ۱۹۱۵ کال د اکتوبر ۱۷مه – مړينه د ۲۰۰۵ کال د فبرورۍ ۱۰مه) په شلمه پېړۍ کې د امريکا په تياتر کې یو امريکايی ډرامه ليکونی، مقاله ليکونکی او فلم لیکونکی و. چې د ډرامو له ډلې يې زما ټول زامن (۱۹۴۷)، د يو پلورنکي مړينه (۱۹۴۹)، ازمون (۱۹۵۳) او د پل منظره (۱۹۵۵) یادولی شو. هغه څو فلملیکونه وليکل او تر ډېره يې د مېسفېټ په نوم فلم له ليکلو سره چې په ۱۹۶۱ کال کې خپور شو د خلکو پام ځانته واړوه. د يو پلورونکي مړينه په نوم ډرامه په شلمه پېړۍ کې د لنډو غوره امريکايي ډرامو په نوملړ راڅرګنده شوې ده.
ارتور مېلر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۷ اکتوبر ۱۹۱۵[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15][16] نيويارک [17][18] ![]() |
مړینه | 10 فبروري 2005 (90 کاله)[1][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15][16] ![]() |
د مړینې لامل | زړه نابری ، د زړه ناروغي ، سرطان ![]() |
استوګنځای | نيويارک ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
مذهب | يهوديت [19] ![]() |
ښځه | ماریلین مونرو (۲۹ جون ۱۹۵۶–۲۰ جنوري ۱۹۶۱) ![]() |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سکرين ليکوال [15]، خبريال ، ليکوال [15] ![]() |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [20][21] ![]() |
مؤثر | هنرېک ايبسن ، وېليم شېکسپيير ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه ![]() |
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() |
سمول ![]() |
مېلر په ځانګړي ډول د ۱۹۴۰مې، ۱۹۵۰مې او د ۱۹۶۰مې لسیزې د لومړۍ برخې په بهیر کې تر ډېره د خلکو په سترګو کې ځای درلود. د دې وخت په بهیر کې يې د ډرامې په برخه کې د پوليټایزر جایزه ترلاسه کړه. د امريکا د ولسي جرګې د غیر امريکايي فعالیتونو د کميټې تر تصديق مخکې يې له مرلين مونرو سره واده وکړ. مېلر په ۱۹۸۰ کال کې د سېنټ لويس پوهنتون د کتابتون له همکارانو څخه د سېنټ لوئیس ادبي جایزه ترلاسه کړه. هغه په ۲۰۰۱ کال کې د پرېمیوم امپریال جایزه ترلاسه کړه، په ۲۰۰۲ کال کې يې د شهزاده استوریاس جایزه او په ۲۰۰۳ کې يې د ژورزلېم جایزه ترلاسه کړه او همدارنګه يې په ۱۹۹۹ کال کې د ډروټي او لېلیان ګېش جایزه خپله کړه. [22][23][24]