ابي نصر الفارابي
From Wikipedia, the free encyclopedia
فارابي بشپړ نوم ابو نصر محمد بن محمد بن اوزلق، او په فارابي سره پېژندل کېږي. پلاريې محمد اوزلق بن ترخان د پوځ سپه سالار ؤ. د اټکل له مخې په ۸۷۰زېږيز کال چې له ۲۵۹هجري سره سمون خوري د ننني افغانستان د فارياب ولايت په وسېج نومي کلي کې زېږېدلې دى. دې د درېيمې او څلورمې هجري پېړيو له نوموړيو فلسفيانو څخه شمېرل کېږي. دده زيات شهرت د ارستو د ثارو له شرحو له وجې دى. نو د همدې شرحو او د ارستو په کتابونو د لمنليکونو له وجې په دوهم ښوونکي (معلم ثاني) مشهور شو. ده له مرگ څخه مخکې د (الجمع بين الرايين))، (اغراض مابعدالطبيعه ارسطو)، (فصول الحکم) او (احصاء العلوم) په څېر نادره ليکلي کتابونه پرېښي. فارابي د خپل عمر په ۸۰يم کال د ۳۳۹هجري کال (۹۵۰ز) د نننۍ سوريي په پلازمېنه دمشق کې په حق ورسېد او هورې خاورو ته وسپارل شو.
چټک مالومات زېږونځای, ښاروندتوب ...
ابو نصر محمد بن محمد بن اوزلق (فارابي)
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه |
۸۷۰ ز.پ / ۲۵۹ ه.پ |
مړينې نېټه |
۹۵۰ ز.پ / ۳۳۹ ه.پ |
مړينې ځای | |
ژبې | |
اغېزمن شوی له | |
دنده | |
نامتو زدهکوونکی | |
بلننوم |
|
عمومي معلومات | |
---|---|
دین |
تړل