From Wikipedia, the free encyclopedia
پرزیم (PRISM) د هغه پروګرام شفري نوم دی چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې (NSA) د متحده ایالاتو د بېلابېلو انټرنېټي شرکتونو څخه د انټرنېټي اړیکو معلومات راټولول. دا پروګرام د SIGAD US-984XN په نوم هم یادېږي. پریزم د ۲۰۰۸ کال د FISA د قانون د تعدیلاتو د ۷۰۲ برخې پر بنسټ د انټرنېټ شرکتونو لکه ګوګل د تقاضا پراساس ذخیره شوي انټرنېټي اړیکې راټولوي ترڅو هر هغه ډیټا لاس ته راوړي چې د لټون محکمې له قانوني شرایطو سره سمون لري. له نورو کارونو ها خوا، NSA کولای شي د PRISM غوښتنې د هغو کوډ شوو مخابراتو اړیکو په نښه کولو لپاره وکاروي چې د انټرنېټ په لویو شبکو کې لېږدول کېږي، تر څو په هغه ذخیره شوې ډیټا تمرکز وکړي چې د مخابراتو د فلټر سیسټمونو له وړاندې غورځولې، او هغه دېټا ترلاسه کړي چې شننه یې آسانه وي. [1][2][3][4][5][6][7][8][9]
پریزم په ۲۰۰۷ کال کې د بوش د ادارې پر مهال د امریکا د ساتنې قانون د تصویب په پایله کې پیل شو. دا پروګرام د متحده ایالاتو د بهرنیو استخباراتو د څارګرې محکمې (یا FISA محکمې، یا FISC) تر څارنې لاندې د بهرنیو استخباراتو د څارنې قانون (FISA) پر بنسټ پر مخ وړل کېږي. د دې پروګرام شتون شپږ کاله وروسته د NSA د یوه قراردادي، اډوارډ سنوډن په لاس افشا شو، او خبرداری یې ورکړ چې د ډله ایزې دېټا د راټولېدو کچه د خلکو تر پوهاوي ډېره زیاته وه چې نوموړي دا "خطرناک" او "جنایي" فعالیتونه وګڼل. دا افشاء د ګارډین او واشنګټن پوسټ له لارې د ۲۰۱۳ کال د جون په ۶ نېټه خپره شوه. ورپسې اسنادو د NSA د ځانګړو سرچینو د عملیاتو څانګې (SSO) او د پریزم د شریکانو ترمنځ د میلیونونو ډالرو مالي هوکړې افشا کړې. [10][11][12][13][14]
اسناد ښیي چې پریزم "د لومړنیو یا خامو استخباراتي معلوماتو لومړۍ سرچینه ده چې د NSA د تحلیلي راپورونو لپاره کارول کېږي"، او دا د NSA د انټرنېټي ټرافیک ۹۱٪ تشکیلوي چې د FISA د ۷۰۲ برخې د احکامو پر بنسټ ترلاسه شوي. افشا شوي معلومات له هغه افشا وروسته راووتل چې د FISA محکمې د ویریزون مخابراتي شرکت ته امر کړی و چې NSA ته د خپلو ټولو پیرودونکو د تلیفونونو د تعقیب سوابق تسلیم کړي. [15][16][17][18]
د متحده ایالاتو حکومتي چارواکو د ګارډین او واشنګټن پوسټ په مقالو کې د پریزم نېوکې بې بنسټه بللې او د پروګرام دفاع یې کړې، او ټینګار یې کړی چې دا له تضمین پرته په کورنیو اهدافو کې نشې کارېدلی. همدارنګه، ادعا یې کړې چې د دې پروګرام پر مټ یې د ترهګریزو کړنو مخه نیولې او دا پروګرام د فدرالي حکومت د اجرایوي، قضایي او مقننه څانګو تر خپلواک نظارت لاندې دی. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۳ کال د جون په ۱۹، آلمان ته د سفر په ترڅ کې وویل چې د NSA د معلوماتو راټولولو فعالیتونه "یو مشخص او محدود سیسټم دی چې موږ ته لارښوونه کوي توڅو د خپلو خلکو ساتنه وکړو." [19][20][21]
پریزم په عامه توګه هغه وخت رسوا شو چې د اډوارډ سنوډن - په هغه وخت کې د NSA قراردادي - په لاس د پروګرام په اړه محرم اسناد، هانګ کانګ ته د سفر پر مهال د واشنګټن پوسټ او ګارډین خبریالانو ته افشا شول. په افشا شویو اسنادو کې ۴۱ پاورپاینټ سلایډونه وو، چې څلور یې په خبري مقالو کې خپاره شوي وو.[22][23]
دې اسنادو په پریزم پروګرام کې د ټیکنالوژۍ ډېر ګډون کوونکي شرکتونه، لکه په ۲۰۰۷ کال کې مایکروسافټ، په ۲۰۰۸ کال کې یاهو، په ۲۰۰۹ کال کې ګوګل، په ۲۰۰۹ کال کې فېسبوک، په ۲۰۰۹ کال کې پالټاک، په ۲۰۱۰ کال کې یوټیوب، په ۲۰۱۱ کال AOL، په ۲۰۱۱ کال کې سکایپ او په ۲۰۱۲ کال کې اپل، رسوا کړل. د واشنګتن پوسټ له خوا په کتل شوي لنډیز سند کې د ویاند یادداشتونه ښیي چې "د پریزم د معلوماتو ۹۸ سلنه د یاهو، ګوګل او مایکروسافټ پر بنسټ ولاړه ده".[24][25]
په سلایډونو کې ویل شوي چې د نړۍ زیاتره برېښنایی اړیکې د متحده ایالاتو له لارې تېریږي، ځکه چې د برېښنایی اړیکو ډیټا له فزیکي اړخه د مستقیمې اړیکې په پرتله خورا ارزانه تمامېږي، او د نړۍ زیاتره انټرنېټي زېربناوې په متحده ایالاتو کې پرتې دي. پریزنټشن وړاندې کوي چې دا حقایق د متحده ایالاتو استخباراتي شنونکو ته لاره هواروي چې د بهرنیو هدفونو اړیکې تعقیب کړي ځکه چې د دوی برېښنایی معلومات متحده ایالاتو ته، یا له دې لارې تېرېږي.[26][27]
د سنوډن په وروستیو رسواییو کې هغه څرګندونو ګډون درلود چې دولتي ادارې لکه د انګلستان GCHQ هم د انټرنېټ او مخابراتو ډیټا ډله ایزه څارنه او تعقیب په لاره اچولی و – چې د آلمان له خوا د ریښتیا کېدو په صورت کې "وحشتانه خوب" وګڼل شو- او ادعا وشوه چې NSA د نورو هېوادونو د ملکي بنسټونو لکه "پوهنتونونو، روغتونونو، او خصوصي سوداګرۍ" د شبکو په "هک کولو" په "خطرناکه" او جرمي" فعالیت کې ښکیل ده"، او ادعا یې وکړه چې قانوني اطاعت د ډله ایزو معلوماتو په راټولولو باندې (د امریکایانو په شمول ) ډېر لږ محدود اغېز وړاندې کوي ځکه چې محدودیتونه "د پالیسۍ پر بنسټ دي، نه د تخنیک پر بنسټ، او په هر وخت کې بدلون موندلی شي"، او زیاته یې کړه چې "د دې ترڅنګ، مفتشین په سرسري، نېمګړي، او په آسانۍ سره د غلطو توجیهاتو په واسطه، زیاتره د ځان په استثنا سره، غولول کېږي"، او دا چې د NSA پالیسۍ کارکوونکي هڅولي چې د ابهام په حالت کې د شک له فرضیې څخه ګټه واخلي. [28][29][30][31][32][33]
دا لاندې د اډوارډ سنوډن لخوا خپاره شوي یو شمېر سلایډونه دي چې د PRISM پروګرام شاته عملیات او پروسې ښیې. "FAA" ته راجع شوی د FISA د تعدیلاتو قانون ("FAA") 702 برخه ده، او د فدرالي هوايي چلند اداره نه ده، کومه چې د ورته FAA ابتداییزم لخوا په پراخه کچه پیژندل کېږي.
په دندو ګومارل، هغه ټکې چې باید په یاد وي. د متن کاپي: "هرکله چې ستاسو هدفونه د FAA معیارونه پوره کړي، تاسو باید د FAA غوښتنه په اند کې ونیسئ. ژوند ته د [نامعلومو / سملاسي] ګواښونو په حالاتو کې په دندو د بېړنیو ګومارنو بهیر موجود دی او هدفونه د څو ساعتونو (څارنې او ثبت مکالمې) په ترڅ کې [وړ] ګڼل کېدای شي. د خپل محصول د FAA ټاکونکو کرښه او د FAA اصول وپېژنئ."
لي مونډ فرانسوي ورځپاڼي د PRISM نوي سلایډونه (۴، ۷، او ۸ مخونو ته مراجعه) افشا کړل چې د ۲۰۱۳ کال د اکټوبر میاشتې د ۲۱ د "PRISM/US-984XN پریزنټشن د مقدمې" څخه اخیستل شوي وو. د ۲۰۱۳ په نومبر کې ګارډین بريتانوي ورځپاڼي د PRISM نوي سلایډونه افشا کړل (۳ او ۶ مخونو ته مراجعه وکړئ) چې له یوې خوا پریزم د معلوماتو د اپلوډ له پروګرام سره پرتله کوي، او له بلې خوا د ملي امنیت د ادارې یا NSA د ګواښو پر وړاندې د عملیاتو مرکز او FBI ترمنځ همکاري په ګوته کوي. [34][35]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.