From Wikipedia, the free encyclopedia
ولفگانگ امادیوس موزارت (د ۱۷۵۶ زېږدي کال د جنوري ۲۷، زالڅبورگ - د ۱۷۹۱ ز کال د ډيسمبر ۵، ویانا) (په انگرېزي: Wolfgang Amadeus Mozart) ستر اتریشی موسیقي جوړونکی، ویلون غږوونکی، پيانو غږوونکی او ارگان غږوونکی. د هغه د هممهالو د خبرو له مخې، هغه د موسیقۍ د غږونو د حس کولو او نومېرلو یو ډېر کمپېښه (نایابه) استعداد او پیاوړې هېښنده ياده (حافظه) درلوده. موزارت د نړیوالې کلاسیکې موسیقۍ یو تر ټولو لوړ او ستر موسیقۍ جوړوونکی دی. د هغه کمپېښوالی په دې کې دی، چې هغه د خپل مهال د موسیقۍ په ټولو بڼو کې کار کړی او د موسیقۍ په دغو ټولو بڼو کې تر ټولو لوړې پوړۍ (درجې) ته رسېدلی دی. هغه له هایدن او بیتهووین سره یو ځای د ویانا د کلاسیک ښوونځي تر ټولو لوړ استازی دی.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.