نور مالومات د مسلمانانو سرشمېرنه, ٪د مسلمانانو سلنه ...
مسلمان ( عربي: مسلم، مسلمة)، (انګريزي:Muslim)هغه کس ته وایي چې د اسلام په دین ایمان لري. که څه هم د مسلمانانو د عقیدې له مخې اسلام د خدای دین دی او دا دین له رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکې هم موجود او هغه څوک چې د الله د دین پیروي کوي مسلمانان دي. د بېلګې په توګه د قرآن له مخې حضرت ابراهيم (ع ) هم مسلمان و. خو نن ورځ د مسلمان مانا هغه څوک دی چې د رسول الله صلی الله صلی اللہ علیه و آله وسلم په دین عمل کوي او ایمان لري. ځکه چې حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د دغو انبیاوو په اخیر کې راغلی او د هغه په راتګ د اسلام پخواني احکام منسوخ او نوي احکام د الله جل جلاله له لوري رانازل شوي چې تر قيامته به پرې عمل کول فرض وي.
د اسلامي عقيدې بنسټ
په لومړي سر کې به هغه کسان چې اسلام به يې مانه دا اعتراف کاوه چې الله یو دی او محمد د صلی اللہ علیه و آله وسلم دی. په دې طریقه هر څوک د اسلام دائرې ته داخلیږي. کله چې څوک حضرت محمد صلی اللہ علیه و آله وسلم د الله تعالی د رسول په توګه ومني نو په هغه باندې لازمه ده چې په هر هغه څه ایمان راوړي او د هغه د پیروي کولو هڅه وکړي. د بېلګې په توګه حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم وويل چې له ما وروسته بل نبي نشته او هغه د خداى وروستى رسول دى، نو پر دې ايمان راوړل د اسلام له دندو څخه دي. د اسلام اساسي عقیدې چې په دې اړه د مسلمانانو په هیڅ فرقه کې اختلاف نشته په لاندې ډول دي
الله يو دی او هیڅ شریک نه لري، له هغه پرته بل د عبادت وړ نشته.
حضرت محمد صلی اللہ علیه و آله وسلم د الله تعالی وروستی پیغمبر او رسول دی.
قرآن د الله تعالی کتاب دی او هره کلمه او حرف يې د الله تعالی له لوري دی.
په قیامت او حساب، تر مرګ وروسته پر ژوند باندې ایمان درلودل