![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/4/43/Morocco_WS-excluded_%2528orthographic_projection%2529.svg/langps-640px-Morocco_WS-excluded_%2528orthographic_projection%2529.svg.png&w=640&q=50)
مراکش
From Wikipedia, the free encyclopedia
مراکش چې رسمي نوم يې د مراکش سلطنت دی،د شمالي افريقا د مغرب سيمې په لرې شمال لويديځ کې پروت دی. شمال لور ته د مديترانې سمندر او لويديځ لور ته د اتلانتيک اقيانوس په لوړو څنډو موقعيت لري، ختيځ لور ته له الجزاير سره ځمکنۍ پوله لري، سويل لور ته يې د سويلي سهارا لانجمنه سيمه پرته ده. مراکش په سبتة، مليله، پنون دي ولز ډي لا ګومرا سيمو هم دعوه لري چې د هسپانيې تر واک لاندې دي، مراکش د هغو ګڼو ټاپوګانو د ملکيت مدعي هم دی چې د هسپانيې په ساحلونو کې د هغه هېواد تر واک لاندې دي. سيمه يې ۴۴۶،۵۵۰ کيلو متره (۱۷۲،۴۱۰ ميل مربع) يا ۷۱۰،۸۵۰ کيلو متره (۲۷۴،۴۶۰ ميل مربع) ده، د وګړو شمېر يې نږدې اووه دېرش ميليونه دی. رسمي او په هېواد کې واکمن دين اسلام دی، رسمي ژبې يې عربي او بربري دي؛ په مراکشي لهجه عربي او فرانسوي هم ډېر خلک خبرې کوي. مراکشي پېژندګلو او کلتور د بربري، عربي او اروپايي کلتورونو ګډوله او خوځنده کلتور دی. پلازمېنه يې رباط او ستر ښار يې دار البيضاء دی.[13][14]
د مراکش ولایتونه | |
---|---|
د مراکش ولایتونه | |
![]() | |
کورډېناټونه: 32°شمال 6°لويديځ / 32; -6 ![]() | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۷ اپرېل ۱۹۵۶، ۲ مارچ ۱۹۵۶، ۱۶۳۱[2]، ۱۵۴۹[3][4]، ۰۷۸۹[5] ![]() |
نومول شوی په | لوېديځ ![]() |
هېواد | ![]()
![]() |
پلازمېنه | ربات ![]() |
پراخوالی | |
• پراخوالی | 446550 کیلومتره مربع [6] ![]() |
نفوس شمېرنه | 37076584 (۲۰۲۱)[7] ![]() |
وروستي مالومات | |
وخت زون | يو ټي سي ٠١:٠٠+ (معياري وخت ) ![]() |
رسمي ژبه | عربي ژبه [8] ![]() |
جيو کوډ | 2542007 ![]() |
موټر پلېټ | |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
مراکش | |
---|---|
![]() |
![]() |
Map of the Kingdom of Morocco | |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 32°شمال 6°لويديځ / 32; -6 ![]() |
پراخوالی | 446550 کیلومتره مربع [6] ![]() |
پلازمېنه | ربات ![]() |
رسمي ژبې | عربي ژبه [8] ![]() |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۰۷۸۹[5] ![]() |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن ![]() |
بې کارۍ کچه | 10 سلنه (۲۰۱۴)[10] ![]() |
نور مالومات | |
پیسې | د مراکش درهم ![]() |
بېړنۍ ټليفون شمېره |
|
تګلوری | ښي لورۍ [12] ![]() |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه د تاييدولو سرچينه د تاييدولو سرچينه د تاييدولو سرچينه د تاييدولو سرچينه ![]() |
هېواد کوډ | MA ![]() |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +212 ![]() |
![]() | |
له ۹۰۰۰۰ کلونو نه را پدېخوا د لرغوني ډبرين پير نه په کې انسانان ژوند کوي، لومړی مراکشي دولت په ۷۸۸ ز کال کې د لومړي ادريس له خوا جوړ شوی و. له هغه وروسته پرې يو لړ خپلواکو واکمنيو حکومت وکړ، په يوولسمه او دولسمه پېړۍ کې د المرابطينو او الموحدينو د واکمنيو پر مهال د سيمه یيز ځواک په توګه خپل اوج ته ورسېد، دا هغه مهال و چې يادو واکمنيو د ايبيري ټاپووزمې او مغرب ډېرې برخې په واک کې لرلې. په پنځلسمه او شپاړسمه پېړۍ کې د مراکش خپلواکي هغه مهال له بهرنيو ګواښونو سره مخامخ شوه، کله چې پرتګال د دې هېواد ځينې سيمې ونيولې او عثماني سترواکۍ د ختيځ له خوا تېری وکړ. مريني او سعدي واکمنيو د بهرني نیواک په وړاندې مقاومت وکړ او مراکش يوازینی شمالي افريقايي هېواد و چې له عثماني واکمنۍ بچ پاتې شو. د علويانو سلسلې په ۱۶۳۱ز کال کې واک تر لاسه کړ چې تر اوسه په مراکش حکومت کوي او په دوو پېړيو کې يې له لويديځې نړۍ سره ديپلوماتيکې او سوداګريزې اړيکې پراخې کړې دي. د مديترانې له حوزې سره نږدې د مراکش ستراتيژيک موقعيت يو خل بيا اروپايي لېوالتيا راجلب کړه؛ په ۱۹۱۲ز کال کې فرانسې او هسپانيې دا هېواد په دوه تحت الحمايه برخو ووېشه او په طنجة کې يې يوه نړيواله سيمه وساتله. د نېواکګرو واکمنيو پر ضد د نړيوالو بريدونو او پاڅونونو نه وروسته، په ۱۹۵۶ز کال کې مراکش يو ځل بيا خپلواکي تر لاسه او سره متحد شو. [15]
له خپلواکۍ راهيسې مراکش یو څه ارام او سوکاله پاتې شو. په افريقا کې پنځم ستر اقتصاد دی، په افريقا او عربي نړۍ د پام وړ اغېز لري، په نړيوالو چارو کې منځنی ځواک بلل کېږي، د عربي ټولنې، مديترانې اتحاديې او افريقايي اتحاديې غړيتوب لري. د مراکش اتحادي نيمه مشروطه پاچهي ده چې منتخب پارلمان لري. د اجرائيه برخې مشري يې د مراکش پاچا او لومړی وزير کوي، د قانون جوړولو اختيارات يې د پارلمان دوو خونو ته ورکړل شوي دي؛ د استازو خونه او د شوراګانو خونه. قضايي واک د اساسي قانون له محکمې سره دی، کوم چې د قوانينو د اعتبار، ټولټاکنو او ټول پوښتنې ارزونه کوي. پاچا پراخ اجرائيوي او تقنيني واکونه لري، په ځانګړي ډول پر پوځ، بهرنۍ تګلارې او مذهبي چارو، هغه د الظهير په نوم احکام صادرولای شي، چې همدا احکام د قانون بڼه لري، له لومړي وزير او اساسي قانون له محکمې سره تر مشورې وروسته پارلمان منحل کولای شي.[16][17]
مراکش د لويديځې سهارا د ناخپلواکې سيمې د مالکيت ادعا لري او دې سيمې ته يې د خپلو سويلي ولايتونو نوم ورکړی دی. په ۱۹۷۵ز کال کې، کله چې هسپانيې موافقه وکړه چې پر دې سيمه خپل نیواک پای ته رسوي او خپل واک مراکش او موريتانيې ته ورکوي، د دې خواکونو او سيمه یيزو خلکو تر منځ چريکې جګړې پيل شوې. په ۱۹۷۹ز کال کې، موريتانيا پر ياده سیمه د خپل ملکيت له ادعا تېر شو، خو بيا هم جګړه د تېر په څېر روانه وه. په ۱۹۹۱ز کال کې، د اوربند تړون وشو، خو د خپلواکۍ مسئله ناحله پاتې شوه. اوسمهال مراکش د يادې سيمې دوه په درې برخه په واک کې لري او د دې لانجې د حل لپاره هڅې نه دي توانېدلي چې دا سياسي بندښت مات کړي.