لاوس
سوېل ختيځې اسيا هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
لائوس په رسمي ډول د لاو د خلکو دیموکراتیک جمهوریت، يو سوسياليستی دولت او په سويل ختيځ کې يوازینی په وچې پورې تړلی هيواد دی. د اندوچيني ټاپووزمي په زړه کې، د لائوس شمال لويديځ ته ميانمار او د چين د خلکو جمهوريت، ختيځ ته يي ويتنام، سويل ختيځ ته يي کمبوديا او لويديځ او سويل لويديځ ته یی ټايلنډ پروت دی. پلازمینه او لوی ښار يي وينټين دی.[1][2]
اوسنۍ لائوس خپل تاریخي او کلتوري هویت لان ژانګ سره تړلی بولي، چې ۱۴ پیړۍ څخه يي تر ۱۸ پیړۍ پورې په سویل ختیځه آسیا کې، د لویو سلطنتونو په توګه يي شتون درلود. د لائوس سلطنت په سویل ختیځ آسیا کې د مرکزي جغرافیایي موقعیت له امله، د ځمکې د سوداګرۍ لپاره یو مرکز وګرځید. له اقتصادي او کلتوري پلوه بډایه شو. د داخلي شخړو څخه وروسته، لان ژانګ په دریو جلا سلطنتونو؛ لوانګ فرابنګ، وینټین او په چمپاسک وويشل شو. په ۱۸۹۳ ز کال کې، درې سیمې د فرانسوي حمايت لاندې راغللې او متحد شول چې اوس د لائوس په نوم پیژندل کیږي. لائوس په لنډ وخت کې د جاپان له نیولو وروسته په ۱۹۴۵ ز کې خپلواکي ترلاسه کړه خو د فرانسې لخوا بیا استعمار شوه. وروسته يي په ۱۹۴۹ ز کې خپلواکي ترلاسه کړه. له خپلواکۍ وروسته، کورنۍ جګړه پیل شوه، د شوروي اتحاد په ملاتړ د کمونستانو مقاومت، د پاچاهۍ پر وړاندې جګړه پیل شوه، چې وروسته د امریکا په ملاتړ د پوځي رژیمونو تر اغیز لاندې راغی. وروسته له هغه چې په ۱۹۷۵ کې د ویتنام جګړه پای ته ورسیده، کمونیست پاتیت لاو واک ته ورسیده، کورنۍ جګړه پای ته ورسیده. لاوس بیا په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد تر منحل کېدو پورې په پوځي او اقتصادي مرستو ولاړ و.[3]
لائوس د آسیا آرام سمندرګي د سوداګرۍ تړون، آسیان، د ختیځ آسیا سرمشریزې، او لا فرانکوفوني غړی دی. لائوس په ۱۹۹۷ ز کال کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه؛ د ۲۰۱۳ ز کال د (فبروري په ۲مه) بشپړ غړیتوب ورکړل شو. لائوس یو ګوندي سوسیالیستي جمهوریت دی، چې د مارکسیزم – لینینیزم ملاتړ کوي او د لاو د خلکو د انقلابي ګوند له خوا اداره کیږي، چې لاندې غیر دولتي سازمانونه په منظم ډول د هیواد د بشري حقونو تاريخچه ضعیفه بولي، لکه ناوړه ګټه اخيستل شکنجه، د مدني آزادیو محدودیتونه او د اقليت ځورونې ته اشاره کوي.[4]
په ټيټو سيمو کېې په سیاسي او کلتوري توګه د لاو خلک د نفوس 53.2٪ جوړوي. د مون خمیر ډلې، همونګ، او نور ځایي قبیلې په غرونو او د غرونو په لمنو کې ژوند کوي. د لائوس ستراتيژی د پراختيا په موخه د سيندونو څخه د برېښنا په توليد او په ګاونډيو هيوادونو لکه ټايلنډ چين او ويتنام باندي د برېښنا په پلورلو ولاړ دی. او همداراز د "ځمکې نښلونکې" هیواد دی چې د څلورو نويو د ريل لارو په واسطه څرګنديږي. چې لائوس له ګاونډيو هيوادونو سره نښلوي. لائوس د اقتصاد له نظره د نړیوال بانک لخوا د سویل ختیځ آسیا او آرام سمندر ترټولو ګړندۍ وده کونکي هيواد په توګه پیژندل شوی چې له 2009 ز کال راهیسې د کلني ناخالص تولید په اوسط ډول ۷،۵٪ ده.[5][6][7][8]