په لوېديځه اسيا کې يو هېواد چې (۱۷۸۹-۱۹۲۹) پورې و. From Wikipedia, the free encyclopedia
قاجاري ایران، چې د قاجاري پارس، قاجاري سترواکۍ او په رسمي توګه د ایران علیه دولت او همدارنګه د ایران د حراست شوو خاورو په نوم هم یادېږي، د قاجار د کورنۍ تر واک لاندې یو ایراني دولت و. دا کورنۍ چې د نسب له مخې ترک وه، په مشخصه توګه د قاجار له قبیلې څخه، له ۱۷۸۹ څخه تر ۱۹۲۵ کال پورې یې په ایران واکمني وکړه. د قاجار کورنۍ په ۱۹۹۴ کال کې، د لطف علي خان په لرې کولو سره چې د زند د کورنۍ وروستی شاه و، د ایرن بشپړ واک ترلاسه کړ او د قفقاز لویې برخې یې بیا د ایران تر واکمني لاندې راوستې. محمد خان قاجار په ۱۹۹۶ کال په آسانۍ سره مشهد ونیو او د افشار کورنۍ واک ته یې د پای ټکۍ کېښود. نوموړي ته د ګرجستان د موضوعاتو په وړاندې د ځپونکو هلوځلو څخه وروسته د شاهۍ تاج ورکړل شو. د ۱۹مې پېړۍ په اوږدو کې د قاجار کورنۍ په قفقاز کې د ایران ډېرې برخې په دایمي توګه د روسیې سترواکۍ ته له لاسه ورکړې چې اوسنی ګرجستان، داغستان، آذربایجان او ارمنستان په کې ګډون لري. د خپلې خاورې د لاسه ورکولو سربېره، قاجاري ایران خپله سیاسي خپلواکي وساتله او د ایران د پاچاهۍ مفکوره یې بېرته راژوندۍ کړه.[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13]
د قاجار واکمنان د قره کوز یا "تور سترګو" د قاجار فرقې غړي وو، چې پخپل وار سره د قاجار قبیلې یا د اوغوز ترکانو د "تور خولو" نسب غړي وو. قاجار په لومړي ځل د مغولیانو په دوره کې د ارمنستان په شاوخوا کې مېشت شول او د قزلباش له هغو اوو قومونو څخه وو چې د صفویانو ملاتړ یې کاوه. صفويانو "اران (د اذربایجان اوسنی جمهوریت) ځایی ترک خانانو ته پرېښود" او په "په ۱۵۵۴ کال کې ګنجه د شاه وردي سلطان زیاداوغلو قاجار لخوا اداره کېده، چې کورنۍ یې په سویلي اران کې د قره باغ حکومت د واک لپاره راغله".[14][15][16][17][18][19][20]
د صفویانو لپاره قاجاریانو له ۱۶ پېړۍ څخه تر ۱۷ پېړۍ پورې په یو شمېر ډیپلوماټیکو ماموریتونه او د واليانو په څوکیو کې دندې ترسره کړې. د لومړي شاه عباس له خوا قاجار په ټول ایران کې ځای پر ځای شول. یو لوی شمېر یې د کسپین سمندر سویل ختیځې برخې ته نږدې د استار آباد (اوسنۍ ګورګان، ایران) په سیمه کې مېشت شول او دا هماغه قاجاریان وو چې چې واک ته را پورته شول. د قاجار د کورنۍ سکه نیکه، د ګنجې د قوانلو اوسېدونکی شاه قلي خان، د استارآباد په قوانلو قاجاریانو کې واده وکړ. د هغه زوی فتح علي خان ( چې د ۱۶۸۵ او ۱۶۹۳ کلونو تر منځ زیږېدلی) د صفوی شاهانو سلطان حسین او طهماسب د واکمنۍ پر مهال یو مشهور پوځي قوماندان و. نوموړي په ۱۷۲۶ کال کې د پاچا نادر شاه په امر ووژل شو. د فتح علي خان زوی محمد حسن خان قاجار (۱۷۲۲-۱۷۵۸) د محمد خان قاجار او حسین قلي خان (جهانسوز شاه) پلار و. حیسن قلي خان د بابه خان، چې راتلونکی فتح علی خان قاجار شو، پلار و. محمد حسن خان د زند د کورنۍ د غړي کريم خان په امر ووژل شو. [21]
د ۱۲۶ کلونو په اوږدو کې صفوي دولت د زوال او د ناصرالدین شاه قاجار د را پورته کېدو تر منځ، قاجاریان له شپنې جنګیالۍ قبیلې څخه چې د پارس په شمالي سیمو کې سنګرونه درلودل، را پورته شول او د داسې پارسي کورنۍ په توګه را منځ ته شول چې د پارسي – اسلام سلطنت یې ټول تر خپل واک لاندې راوست. [22]
"تقریبا د ټولو هغو کورنیو په څېر چې له ۱۱مې پېړۍ راهیسې يې په پارس واکمني کړې وه، د قاجار کورنۍ د ترک قبیلوي ځواکونو په ملاتړ واک ته ورسېده، خو په حکومتي ادارو کې یې د لوستو پارسيانو څخه کار واخست. " په ۱۷۷۹ کال کې له زند د کورنۍ څخه د کریم خان له مړینې وروسته، د قاجاریانو مشر آغا محمد خان قاجار د ایران د بیا یوالي لپاره هڅې پیل کړې. محمد خان، حتی د اتلسمې پیړۍ د ایران د شرایطو پر بنسټ، له بې رحمه پاچاهانو څخه ګڼل کېده. نوموړي د واک د لاس ته راوړولو لپاره ښارونه ویجاړ کړل، لوی شمېر نفوس یې قتل عام کړ او د کرمان په ښار کې یې نږدې ۲۰۰۰۰ کسان ړانده کړل ځکه چې ځایي خلکو د هغه د محاصرې په وړاندې د ښار دفاع غوره کړې وه.[23][24]
هغه مهال د قاجار ځواکونه ډېری ترکمن جنګیالیو او د ګرجستان غلامان وو. محمد خان په ۱۷۹۴ کال کې، د زند د کورنۍ د وروستي غړي، لطف علي خان په ګډون، خپل ټول سیالان له منځه یوړل. هغه د ټول قفقاز په سیمو باندې د فارس واکمني بېرته تاسیس کړه او خپله پلازمینه یې تهران وټاکه چې د لرغوني ری ښار کنډوالو ته یې نږدې ځای درلود. نوموړي په رسمي توګه په ۱۸۹۶ کال کې د شاهۍ تاج په سر کړ. په ۱۷۹۷ کال کې محمد خان قاجار د قره باغ په خان مېشته پلازمېنه شوشا کې ووژل شو او د هغه وراره فتح علي شاه قاجار پر تخت کېناست. [25]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.