From Wikipedia, the free encyclopedia
عبدالمجيد ثاني ( ترکي :Abdülmecit )(زېږېدنه: می 29 مه، 1868 - مړینه: د اګست 23 مه، 1944 ) د عثماني امپراتورۍ او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو وروستی خليفه و، چې د عثماني سلطنت له پای ته رسېدو وروسته د سلطنتي کورنۍ د مشر په توګه وټاکل شو. د ۱۹۲۴ کال د مارچ په دریمه د ترکیې د جمهوریت له خوا د خلافت د ختمېدو په اعلان سره د هغه د خلافت مقام هم ختم شو. هغه د ۱۹۲۲ کال د نومبر له ۱۹ څخه د ۱۹۲۴ کال د مارچ تر ۳ مې پورې د مسلمانانو خلیفه و.
عبدالمجيد ثاني | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | پاريس |
د مړینې لامل | د زړه حمله (ناروغي) |
تابعیت | تورکيه |
کورنۍ | د عثمانیانو لړۍ |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | تورکي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | تورکي ژبه |
سمول |
د ۱۹۲۲ کال د نومبر په لومړۍ نېټه وروستی عثماني سلطان محمد شپږم له واکه وشړل شو او د نومبر په ۱۹مه په انقره کې د ترکیې ملي شورا هغه نوی خلیفه وټاکه. وروسته د ۱۹۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د خلافت له ړنګیدو وروسته د خپل مخکني مشر په څېر له خپلې کورنۍ سره جلاوطن شو.
د هغه یوازېنۍ لور، شهزادګۍ خدیجه خیریه عایشه د حیدر آباد د وروستي نظام شاهوار نواب میر عثمان علي خان زوی اعظم جاه ته په نکاح شوې وه.
عبدالمجید ثاني د ۱۹۴۴ کال د اګست په ۲۳ مه د فرانسې په پاریس کې په خپل کور کې مړ شو. هغه د سعودي عربستان په مدینه منوره کې خاورو ته وسپارل شو.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.