From Wikipedia, the free encyclopedia
سپين زر یو کمېاوې توکی دی. کمېاوې نښه یې (Ag) ده چې د لاتین (Argentum) څخه اخیستل شوی او اتومي شمېر یې ۴۷ دی. دغه توکی کلک او سپین رنګ لري. د اېشېدو ټکی یې ۹۳۰ درجه د سانټيګرید او ګڼوالى یې ۱۰،۵ [g/см³] دی. سپين زر له نجيبه فلزاتو څخه شمېرل کېږي چې په غرونو او په پنځ کې په سپېځلي توګه او د کاڼو، كوټ، سره زر او سرپو سره ګډ پيدا کيږي. له استخراج وروسته دغه ګډ توکي په بټيو کې سره بېلېږي. کانونه یې په يونان ،سپانيا، آلما ن، امریکا، مکسېک, ټایلند، هند او د افغانستان په ځينې غرونو کې موندل کېږي.
د موندل شوو لرغونو قبرونو څخه څرگنده شوې چې سپین زر ۳۵۰۰ – ۴۰۰۰ د زېږېدیز تر مخه د مدیترانې او اناتولي (نننۍ ترکیه) کې د سرپو څخه جلا او په لاس راوړل شوی دی. پخوا دغه ټوکی د سپوږمۍ، سمندر او د عبادت ځایونو سره تړاو درلود. په هغه وخت کې په کیمیا کې د سپینو زرو نښه سپوږمۍ وه. تر ډېره کیمیاپوهان په دې اند ول چې سیماب هم سپین زر دي او د ژوندي سپینو زرو په نامه یې یادول. دا نوم په څه هېوادو کې لا تر اوسه هم سیماب ته کارېږي. وروسته ښکاره شوه چې سیماب چورلټ بل توکی دی او سپينو زرو هیڅ تړاو نه لري. سپین زر د زېږیدیز کال په پيل کې د ښایست او لکه پیسې د شیانو د پلورینې او اخیستنې د پاره وکارول شول.
د سپینو زرو څخه تر ډېره هندارې جوړېدې. وروسته د لوړې بیې له وجې د المونیم څخه کار واخیستل شو. تر نولسمې بېړۍ د شیانو د پلورینې او اخیستنې د پاره کارېده. نن ورځ سپین زر د انځور ایستلو کمرو کې، په طب او درملنه کې لکه انتی بیوتیک ، په کیمیا کې لکه کتلیزاتر، د ډوډۍ د خوړلو په لوښيو کې لکه کاچوغې او ښاخۍ، زرگران يوڅه مس ورسره گډوي زيورات او نور ښکلي شیان ورځنې جوړوي.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.