ستر اخلاق
From Wikipedia, the free encyclopedia
ستر اخلاق يا ميتا اخلاق د ميتا فلسفې او اخلاقو په علم کې د اخلاقي قضاوت د طبيعت، پراختيا او معنا څېړي. دا د اخلاقو له درې څانګو څخه يوه ده، چې په عمومي ډول د فيلسوفانو له لورې څېړل کېږي؛ دوه نورې څانګې معياري اخلاق (د يو شخص د اوسېدلو او عمل کولو د څرنګوالي په اړه پوښتنې) او عملي اخلاق (په عمومي ډول مخالفتي ټاکلو حالتونو کې د سم چلند عملي پوښتنې) دي.
په داسې حال کې چې معياري يا قانوني اخلاق د «زه بايد څه وکړم؛» په څېر پوښتنې په نښه کوي او د کړنې ځانګړي لارې چارې او اصول ارزوي، ميتا يا ستر اخلاق د «ښه والی څه شی دی؟» او «څنګه کولی شو ووايو، چې څه شی له ناوړه څخه غوره دي؟» په څېر پوښتنې ځوابوي، د معياري نظريو پر بنسټيزو انګېرنو د پوهېدلو هڅه کوي. يو بل توپير چې زياتره وخت د دواړو تر منځ کېږي، دا دی چې معياري اخلاق لومړۍ درجه يا بنسټيزې پوښتنې رانغاړي او ستر اخلاق دويمه درجه يا رسمي پوښتنې تر بحث لاندې نيسي.
د نظرياتو ځيني متخصصين يا تيوريسټان استدلال کوي، چې د رښتينو اخلاقي نظريو د مناسبې ارزونې او د عملي اخلاقي پرېکړو کولو لپاره د اخلاقيت يو ميتافزيکي دليل ته اړتيا ده؛ له مخالفو اړخونو څخه ځيني نور استدلال او وړانديز کوي، چې د مناسبو کړنو په اړه د اخلاقي قضاوتونو څېړل موږ ته د اخلاقي طبيعت د يو رښتيني دليل لارښوونه کولی شي.