زیمبابوې
From Wikipedia, the free encyclopedia
زېمبابوې په انګلیسي Zimbabwe), چې په رسمي توګه د زېمبابوې جمهوريت په نامه هم يادېږي د افريقا په لويه وچه کې پروت يو هېواد دی. پخوا دا هېواد په رسمي توګه د روډېشيا د جمهوريت په نامه پېژندل کېده. زېمبابوې په وچه کې ايسار يو هېواد دی او د دې جمهوریت موقعيت د افريقا د لويې وچې په سوېلي سيمه کې، د زامبېزي او ليمپوپو رودونو تر مېنځ دی. دا افريقايي هېواد د يو څو نورو هېوادونو سره ګډې پولې لري چې پدې توگه دي؛ د هېواد سوېل خوا ته د سوېلي افريقا جمهوريت سره، د لوېديځ خوا د بوټسوانا سره، سهېل ختيځې خوا کې د زېمبيا سره، او په ختيځ خوا کې يې د موزمبيق هېواد پروت دی. د زیمبابوی پلازمینه د هراره ښار دی او ۱۶ رسمی ژبي لري چې له هغی ډلی نه انګلیسي، شونا ژبه او شمالي ندلبل ژبه یې مشهوری دي، یاد هیواد ۷۵۷'۳۹۰ کیلومتره مساحت او ۳۶۲'۱۵۰'۱۶ میلیونه وګړي لري.
زيمبابوی (/zɪmˈbɑːbweɪ, -wi/) چې په رسمي ډول د زيمبابوی جمهوريت په وچه کې راګېر هېواد دی، چې د زمبيزي او ليمپوپو سيندونو تر منځ په سويل ختيځه افريقا کې پروت دی. سويل ته له سويلي افريقا، سويل لويديځ ته له بوتسوانا، شمال ته له زمبیا او ختيځ ته له موزمبيق سره ګډه پوله لري. پلازمينه او لوی ښار يې هرارا (Harara) دی. دويم لوی ښار يې بولاوايو (Bulawayo) دی. نفوس يې نږدې ۱۵ ميليونه تنه دی او ۱۶ رسمي ژبې لري، چې انګليسي، شونا او (Ndebele) يې د نورو په پرتله عامې دي. دا هېواد يو وخت د خپلې سترې سوکالۍ له امله «د افريقا د غمي يا قيمتي ډبرې» په توګه پېژندل کېده. [1][2][3]
ياد هېواد د سويلي افريقا تر ټولو بډايه تاريخ لرونکی ملت دی او په ۱۱ پېړۍ کې په لومړي ځل يوه ستره سوداګريزه لاره شوه. د خپلې اوسپنې دورې په وروستيو کې د “Gokomere” د Bantu خلک چې وروسته د “Shona” توکم شو، د سترې زيمبابوی (Great Zimbabwe) پراخه ښاري دولت يې جوړ کړ. ياد دولت چې د طبيعي سرچينو پر يوه شتمنۍ باندې ودان شو، له ۱۴ تر ۱۵ پېړۍ پورې په مالي او کلتوري ډول وغوړېده او د سوداګرۍ يو داسې ځواک لرونکی دولت شو، چې له سواهيلي ساحل او بېلابېلو عربي او هندي دولتونو سره يې د سرو زرو، عاج (د فيل غاښ) او مسو سوداګرۍ اداره کړې. له همدې ځايه د زيمبابوی پاچهي او وروسته ورپسې د Rozvi، Mutapa او Mthwakazi سترواکۍ رامنځته شوې. د نورو توکمونو له منځه “Shona” او “Ndebele” وګړو زيمبابوی ته هغه مهال د يوې نېکمرغه او په ستراتيژيک ډول د مهمې سيمې بڼه ورکړه، چې اروپايانو په ۱۸۰۰ کې د سيمې مستعمر کول پيل کړل. [4]
د سيسيل رودز د بریتانيې د سويلي افريقا شرکت (British South Africa Company of Cecil Rhodes) په لومړي ځل د ۱۸۹۰ زکال پر مهال نننۍ سيمه خپل بريد يا پوله وټاکله. دا هغه مهال و چې ياد شرکت “Mashonaland” او وروسته د “Metabele” وګړو له لورې له يو سخت ټينګار يا مقاومت څخه (چې د Metabele د لومړۍ جګړې په نوم يادېږي) “Meatabeleland” سيمې ونيولې. د شرکت حکومت په ۱۹۲۳ز کې د برتانيې د خپلواکه مستعمرې په توګه د سويلي روديشيا (Rhodesia) په رامنځته کېدنې سره پای ته ورسېد. په ۱۹۶۵ز کې د محافظه کار سپين پوستو حکومت په يو اړخيز ډول د روديشيا په نوم خپلواکي اعلان کړه. ياد دولت يوه نړېواله ګوښه کېدنه يا انزوا او له تور پوستو ملتپالو ځواکونو سره ۱۵ کلنه چريکي جګړه وزغمله، چې د سولې په يو تړون کې تر ټول لوړ ټکي ته ورسېدې. ياد تړون د ۱۹۸۰ ز کال په اپرېل کې يوه نړيواله خپلواکي او د زيمبابوی په نوم تل پاتې يا رسمي خپلواکي رامنځته کړه. زيمبابوی وروسته د ملتو له ګډو ګټو سازمان سره يو ځای شو، چې د روبرت موګابي (Robert Mugabe) تر مشرۍ لاندې د وخت د حکومت له لورې د نړيوال قانون د ماتېدنې له امله يې غړيتوب وځنډول او د ۲۰۰۳ ز په ډسمبر کې ترې بېرته واخيستل شو.
رابرت موګابي په ۱۹۸۰ ز کال کې هغه مهال د زيمبابوی لومړی وزير شو، چې د ZANU-PF ګوند د سپين پوستو لږه کيو له حکومت څخه وروسته ټاکنې وګټلې. نوموړی له ۱۹۸۷ څخه په ۲۰۱۷ز کال کې له واک څخه تر خپلې لاس اخيستنې پورې د هېواد ولسمشر و. د موګابي د واک خوښونکي نظام له مخې د دولت امنيتي ميکانېزم پر هېواد باندې واکمني وکړه او د پراخه انساني حقونو د تېريو لپاره ځواب ويونکی و. له ۲۰۰۰ ز څخه تر ۲۰۰۹ ز پورې د هېواد اقتصاد مخکې له دې، چې زيمبابوی ډالرو ته د چلند ورکولو په پرتله د نورو پولي واحدونو له کارونې څخه وروسته بېرته خپل پخواني حالت ته راوګرځي؛ شاتګ او د پيسو لوړ پړسوب (Hyperinflation) وازمويه، که څه هم اقتصادي وده له همغه وخت راهيسې کمزورې شوې ده. د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري پر ۱۵ نېټه د موګابي د حکومت پر وړاندې له يو کال څخه د زياتې مودې لاريونونو او همدرانګه په چټکۍ سره د زيمبابوی د اقتصاد ښکته کېدل يا شاتګ له امله نوموړی د هېواد ملي پوځ له لورې په يوه کودتا کې په کور دننه نظر بند او په پای کې يې شپږ ورځې وروسته له دندې څخه لاس واخيست. “Emmerson Mnangagwa” له همغه وخت راهيسې د هېواد د ولسمشر په توګه خدمت کړی دی. [5]
زيمبابوی د ملګرو ملتونو، د سويلي افريقا د پرمختګ ټولنې، افريقايي اتحاديې او د ختيځې او سويلي افريقا لپاره د عام بازار (COMESA) غړی هېواد دی.